خبریال وېبپاڼه / د څوارلسم پړاو آی پي ايل ځنډيدلې لوبې به د راتلونکې يکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د چينای او ممبۍ لوبډلو په لوبه پيل شي.
دا چې يادې لوبې په خورا محدود وخت کې برابرې شوې، نو ځکه يو شمېر بهرنيو لوبغاړو پکې د نه ګډون پريکړه وکړه او پر ځای يې له نورو لوبغاړو سره تړونونه وشول.
په دې لړ کې ډهلي لوبډلې د انګلينډي کريس ووکس پرځای له آستراليايي بين ډارشیس، کلکتې د آستراليايي پېټ کمينس پر ځای له نيوزيلينډي ټيم سوتي او سن رايزرز حيدراباد لوبډلې د انګلينډي جاني بيرسټو پر ځای له ويسټ انډيزي شرفېن ردرفورد سره تړون وکړ.
بنګلور لوبډله د بهرنيو لوبغاړو د بدلولو له اړخه تر ټولو ډېره متأثره شوه، يادې لوبډلې د ایډم زمپا پر ځای ونیندو هسرنګه، د ډنيل سيمز پر ځای چيمارا، د فين الين پر ځای ټيم ډيويډ او د کين ريچرډسن پرځای جورج ګارټن خپل سکواډ ته اضافه کړل.
دغه راز راجستان رويالز بله هغه لوبډله وه چې د خپلو څلورو لوبغاړو بدلون ته اړ شوه. يادې لوبډلې د جوفرا ارچر، انډریو ټای، بين سټوکس او جاس بټلر پرځای ګلين فيليپس، تبريز شمسي، اوشېن توماس او ايون لويس پخپله لوبډله کې شامل کړل.
پنجاب کينګز لوبډلې خپل درې بهرني لوبغاړي تغير او تبديل کړل. دوی د ميرډيت پر ځای نتن ايليس، د جای ريچرډسن پرځای عادل رشيد او د ډيويډ ملن پر ځای له ايډين مارکرم سره قراردادونه لاسليک کړل.