خبریال وېبپاڼه/ د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې اوپنر او چټک توپ وهوونکی روهېت شرما د مشهور لوبغاړی ویرات کوهلي پر ځای د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر ټاکل شوي.
د هندوستان د کرکټ بورډ د انتخاب کمېټې خبر ورکړی چې وروسته له دې به روهېت شرما د ویرات کوهلي پر ځای د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري پر غاړه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د هند کرکټ بورډ روانه اوونۍ د هند د راتلونکو لوبو لپاره د لوبډلمشر په ټاکلو غور کاوه.
تازه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي سره د ټېسټ سریز لپاره اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړې چې روهېت شرما په کې مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی.
همدارنګه ویرات کوهلی په اوس وخت کې د نړۍ په کچه لومړي لوبډلمشر شو چې د لوبې په هر فارمیټ کې یې 50 نړیوالې بریاوې ثبت کړې.
د تیري دوشنبې پر ورځ چې هندوستان کرکټ ملي لوبډلي له نیوزېلند کرکټ ملي لوبډلي څخه په لوی توپیر ټېسټ لوبه وګټله دې بریا د ویرات کوهلي محبوبیت د نړیوالو، مینه والو او په ځانګړې توګه د هند د خلکو ترمنځ لا ډېر کړ. د ویرات کوهلي له لوبډلمشرۍ وروسته به د هند خلک د لوبډلمشر په توګه د ویرات کوهلي هڅې او خدمتونه هېر نه کړي.