خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان سوپر ليګ له ډرافټ دوه ورځې وړاندې يو شمېر لوبغاړو خپلې مخکينۍ لوبډلې پريښودې او د نوو لوبډلو سره یې تړونونه وکړل.
په دې لړ کې د پاکستان ملي لوبډلې پخواني کپتان شاهد افريدي او انګلينډي جيمز وينس له ملتان لوبډلې سره مخه ښه وکړه او کويټې سره یې د لوبيدو تړون وکړ.
دغه راز د کويټي اعظم خان اسلام اباد يونايټيډ ته انتقال شوی او افتخار احمد بيا له اسلام اباد څخه کويټې لوبډلې سره يو ځای شوی دی.
شاهد افريدي کويټې لوبډلې سره د يو ځای کېدو په اړه ويلي چې که څه هم نوموړي د پاکستان سوپر ليګ اتلولي له نورو لوبډلو سره ګټلې خو خوښ به شي که په دې پړاو کې کويټه قهرمانه شي.
“ډېر خوښ يم چې له کويټې سره يو ځای کېږم، سره له دې چې مخکې مو اتلولي ګټلې خو هيله مې ده پخپل وروستي ځل لوبيدو کې هم اتلان شو”.
د پاکستان سوپر ليګ لپاره ډرافټ مراسم راتلونکې يکشنبه کېږي چې د افغان لوبغاړو په ګډون ورته د نړۍ له لر او بر څخه سلګونه لوبغاړو نوم ليکنه کړې ده.