ویسټ انډیز لوبډله پاکستان سره د لوبو لپاره یاد هیواد ته سفر کړی

خبریال وېبپاڼه / ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د پاکستان سره د لوبو لپاره پاکستان ته د درې شل اوریزو او درې‌ يوورځنيو لوبو لپاره د شی هوپ او نيکولاس پوران په لوبډلمشرۍ سفر کړي.

همدارنګه ويل کيږي چې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله به د کوربه پاکستان په وړاندې د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې د ډسمبر مياشتې په ديارلسمه نيټه په کراچۍ کې لوبې پيل کړي.

همدارنګه ويل کيږي چې د ياد لوبو امنيت به ۴۶ ډي ايس پي، ۳۱۵ اين جي او، ۳۸۲۲ افسران او پنځوس ښځينه پوليس ساتي.

دغه راز د کلکو امنیتي تدابیرو په لړ کې د چټک غبرګون ۵۰۰ عسکر او ۸۸۹ کمانډو ځواکونه هم د بيړنيو حالاتو د کنټرول لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

پاکستان داسې مهال د ويسټ انډيزۍ لوبډلې لپاره د کلک امنيتي پلان د نيولو خبره کوي چې ډېر شمېر هيوادونه د امنيتي تهديدونو له امله ياد هيواد ته خپلې لوبډلې نه لیږي.

بله خوا شننونکي باور لري چې د دومره کلکو امنیتي تدابیرو نيول له يوې خوا دا ښيي چې پاکستان کې بهرنيو لوبډلو ته تهديدونه شته او له بلې خوا یې مصارف دومره کيږي چې ښايي د لوبو له درکه د ترلاسه کيدونکو عوايدو ډېر وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com