خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر ليګ یا psl لیګ اوم پړاو بولی مراسمو کې پيښور زلمي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کامران اکمل په سېلور کټګورۍ کې واخیسته خو نوموړي ورسره په یاده ګټګورۍ کې د نه لوبيدو پريکړه وکړه.
کامران اکمل د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې په سېلور کټګورۍ کې له اخيستلو خوښ نه وه او له اخیستو وروسته یې پخپل ټويټر وليکل.
“تېرو شپږو پړاوونو کې مې له پيښور لوبډلې سره ښه سفر درلود، له ټولو مننه کوم چې په سختو حالاتو کې راسره و، فکر کوم زه په دې کټګورۍ کې د لوبيدو وړ نه يم”.
وروسته بيا د پيښور زلمي لوبډلې ډاېرېکټر محمد اکرم وويل چې د کامران اکمل انديښنو ته په رسيده ګي وکړي او هغه ته به قناعت ورکړي.
اکرم وويل چې که کامران ټيټه کټګورۍ کې هم اخيستل شوی وي، خو هغومره پيسې به ورکول کيږي څومره چې د لوړو کټګوريو لوبغاړو ته ورکول کیږي.
خو اوس یو شمیر راپورونه وايي چې د کامران اکمل او پيښور زلمیو لوبډلې ترمنځ ستونزه حل شوې او نوموړی به په اووم پړاو پي ايس ايل کې هم د خپلې لوبډلې پيښور زلمي سره ولوبیږي.
کامران اکمل یو ځل بیا له پیښور زلمیو لوبډلې سره یو ځای شو