The news is by your side.

ګمبیری ډاګ ولي‌ مهم دی ؟‌

خبریال وېبپاڼههر هیواد ملي ارزښتنه او ملي شتمنۍ لري ؛ او حکومتونه ملتونو ته شعور ورکوي او هڅوي یې چې په خپلو مليشتمنیو او د ملي شتمنیو په ارښتونو یې وپوهوي .‌

د ننګرهار ګمبیری ډاګ که څه هم یوه ډاګ یا دښت دی؛ خو دا د افغانستان ملي‌ شتمنيده او دافغانستان او د دغه هیواد خلکو ته ملي‌ ارزښت لري . 

د ۱۳۵۷ کال د ثور یا غوايي‌ میاشتې د ۷ نېټې تر انقلاب وړاندي او د همدغه انقلاب کونکو هڅه کړې چې د هیواد په ملی شتمنیو افغانان و پوهوي ؛ خو تر هغه را وروسته دا هرڅه ګډ‌وډ‌ او د ملي‌ شتمنیو د ارښتونو په تړاو په ولس کې د پوهاوي‌ کچه په شعوري‌ او لا شعوري ډول را ټیټه کړل شوه .

د وخت واکمنو کې د خپل پالنې دود پرمختګ وکړ او د ملي‌ ارښتونو پالل پیکه شول .

د ګمبیري ډاګ سیاسي ارزښت  !

ګمبیری ډاګ د سیاسي‌ پلوه د افغانستان لپاره د ملا د تیر ارزښت لري؛ دا ډاګ یا دښت د سیاسي‌ پلوه د افغانستان د ترټولو نېژدې او لوی دښمن هیواد پاکستان پرغاړه پروت خنجر دی چې همېشه دافغانستان د ولس او حکومتونو په لاس کې دی .‌ د بیلګي په توګه که چېرته پاکستان پر افغانستان د ډیورنډ دروازه بندوي؛افغان حکومت او ولس کولای شي‌ چې د ګمبیري ډاګ موضوع را وسپړي‌ او پر کنړ سیند د اوبو د بند جوړولو لپاره غږ اوچت کړي‌، دا کار پاکستان مجبوروي چې دافغانستان غوښتنو ته پام وکړي‌.

بله سیاسي ګټه یې داده چې که چېرته پاکستان د ډیورنډ کرښې هاغاړه محکومه پښتونخوا کې د پښتنو په خلاف کوم ګام اخلي‌افغان حکومت ددغې موضوع په راپورته کولو سره پر پاکستان فشار اچولای شي .

که چېرته په اوسنیو شرایطو کې چې له بده مرغه افغانستان په کمزوريدریځ کې دی او اوس پاکستان وغواړي‌ چې د کډوالو په برخه کې پر افغان حکومت فشار راوړي افغان حکومت پر پاکستان د مقابل فشار اچولو لپاره د ګمبیري دښت موضوع را اوچتولای شي‌.

نو د سیاسي‌ پلوه د ګمبیري دښت ارزښت تر بل هريپروژې د پاکستان لپاره زیات کارنده ثابتیدلای شي .

د ګمبیري ډاګ اقتصادي ارزښت !

له اقتصادي‌ پلوه هم ګمبیري ډاګ دافغانستان لپاره تر بلې هرې پروژې زیات ارزښت لری .

په ۱۳۵۳ او ۱۳۵۴ کال کې د ګمبیري‌ ډاګ په  سیاسي او اقتصادي‌ ارزښت د وخت ولسمشر سردار محمد داود خان پوی وو،او هغه د دغه ډاګ د خړوبولو لپاره ماسټر پلان جوړ کړ چې له مخي‌ یې دا ډاګ زرغونېده او په کرهنیزه ځمکه بدلیده .

زراعت پوهان وايي‌ که چېرته پر کنړ سیند د اوبو بند جوړ شي‌؛‌ دا به له یوه پلوه هیواد د بریښنا له اړخه پر خپل ځان بسیا کړي‌ او له بله اړخه به افغانستان د غنمو، جوارو، او سبزي جاتو له پلوه د پاکستان له احتیاجه خلاص کړي‌.

بل پلو که پر ګمبیري ډاګ د سردار محمد داود خان له ماسټر پلان سره سم کار وشي؛ د کنړ اوبه به مهار شي اما بیا به هم د پاکستان د ضرورت اوبه دوی ته ورکول کېږي ، خو ګټه به دا ويچې بیا به اوبه مهار وي او که چېرته پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه وکړي‌، افغان حکومت به اوبه بندوي یا کموي نو دا به د پاکستان لپاره د افغانستان په لاس کې د فشار تر ټلو لویه وسیله وي .

د ګمبیري ډاګ په تړاو څه کول په کار دي‌؟‌

له بده مرغه دافغانستان حکومت د هیواد په تاریخ کې په فساد ککړ حکومت دی او له دې حکومت نه د داسيمليارزښتونو د ساتلو او پاللو تمه کول خوب او خیال دی؛ خو ولس ته شعور ورکول د باشعوره افغانانو دنده ده چې د خپلو ملي‌ شتمنیو او ملي‌ ارزښتونو په ارزښت وپویږي ؛ څو د اوسني‌ او راتلونکو حکومتونو هغه پلانونه شنډ کړي‌ چې د ملي‌ ارزښتونو خلاف یې کوي .

د هیواد هر وګړی که په کور دننه وي او یا له هیواده بهر باید ځان مکلف وګڼي چې د ملي‌ ارزښتونو او ملي شتمنیو په پاللو او خوندي‌ ساتلو کې خپل رول ولوبوي.‌

درنښت

دلیکوال : انجینر سید احمد همدرد  

نور په بله لیکنه کې 

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون …

د ګمبیري ډاګ په تړاو د غني‌ د فرمان خلاف نن پراخ لایونونه ! | خبریال   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.