جنوبي کوریا پاکستاني ډیپلماټان د چاکلیټو پر غلا نیولي
خبریال ویب پاڼه/ پاکستانیان چې هر هېواد ته ولاړ سي هلته يې ګلان کرلي وي په حتمي ډول دوی د خپل ځان ګټې رسولو لپاره غلاوې کوي چې ډیر ځله ګیر سوي دي.
اوس تازه یوه جالبه پیښه سوې او پر ډیر ناچیزه شي باندې د پاکستان سفارت کارکوونکې د جنوبي کوریا دولت پر یوه غلا نیولي چې څه به ورسره وکړي.
راپورونه وايي چې د پاکستان سفارت دې کارکوونکو غوښتل چې په خپل مهارت سره له یوه دوکان څخه چاکلیټ غلا کړي خو له ناچارۍ څخه نیول سوي دي.
د چاکلیټو دې غلو خوله خوږوله او داسې فکر يې کاوه چې په خپل چال ول کې به بریالي او وبه کړای سي دا چاکلیټ غلا او بیا په سفارت کې په ګډو پرې خوله خوږه کړي.
د جنوبي کوریا ویښو پولیسو د چاکلیټو دې غلو ته د سزا ورکولو په هکله څه نه دي ویلي خو دا غله چې د ډیپلماټانو په جامو کې وواو د مصونیت له مخې زنداني سوي نه دي.
دوه ډیپلماټانو د یونګسان ناحیه کې دا غلا وې کړې او د دوی له غلا وروسته دوکاندارانو پرې شکایت کړی او ګیر سوي دي
د چاکلیټو غلو څخه یو يې تجربه کاره چې په څو مواردو کې يې د یو عشاریه اویا ډالرو غلا کړې وه او بل يې د لسو ډالرو په قمیت چاکلیټ غلا کړي وه نیول سوي.
په دې هکله د کوریا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دوکاندارانو له شکایت وروسته ګیر سوي خو دا چې دا غله د ډيپلماټانو په جامو کې وو، زنداني سوي نه دي.
د چاکلیټو غلا او یاهم د پاکستانیانو لپاره خپل نام ونښان همدومره حیثیت لري او هیڅ په دې کیسه کې نه دي هېواد ځمکه او ملت دي ولري.
کله چې له یوه هېواده ډیپلماټ لیږل کیږي نو په یوه لوی باور باندې لیږل کیږي چې دا کس به د هېواد، ملت عزت او حیثیت وساتي د نورو هېوادونو ډیپلماټان د چاکلیټو غلاوې نه کوي، خو پآکستانیانو ته دا د عار خبره نه ده.
موده وړاندې د سعودي شهزاده چې کله پاکستان ته سفر کړی وو، نو د شیانو بکس ترې غلا سوی وو او ټولو دې پیښي ته حیران سوي وو.
Comments are closed.