هند: د نسکورې شوې الوتکې د پېښي وروستی حال
خبریال وېبپاڼه – د هند په کیراله ریاست کې د کاليکټ هوايي ډګر کې د ایراینډیا ملکي الوتکه تېره شپه رانسکوره شوه؛ په الوتکه کې ټول ټال د ښځو او ماشومانو په ګډون (۱۸۴) کسان او د الوتکې (۷) کارکونکي سپاره وو چې پېښه شوه.
هندي رسنۍ داسي انځورونه ښيي چې یوه بوینک ۷۳۷ الوتکه ټوټې ټوټې پرته ده او او امنیتي موټرې ترې را چارپېره دي .
پېښه دقیقآ د هند پر وخت د ماښام پر (۷) او ۴۱ دقیقو وشوه .
په الوتکه کې د پیلوټ په ګډون۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او پاتې نور تپیان دي چې د ۲۰ کسانو روغتیا يي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
دا الوتکه د دبۍ نه د هند پر لور روانه وه چې منزل ته له رسېدو سره سم د پېښي ښکاره شو.
په الوتکه کې (۱۰) ماشومان هم سپاره وو او (۶) داسي کسان وو چې د درملنې په موخه یې سفر کاوه.
دهندي چارواکو په خبره نسکوره شوې الوتکه کې (۲۶) داسي مزدوران سپاره وو چې د کرونا وایرس له کبله یې کارونه له لاسه ورکړي وو او له دبۍ نه خپل هیواد ته ستانه شول .
همداراز (۵۴) سورلۍ په دبۍ کې د کرونا وایرس له کبله بندې پاتې وې او اوس کورونو ته ستنېدې چې د پېښي سره مخامخ شول .
د هند لمړي وزیر نیرندرا مودي په پېښه خواشیني ښودلې او په یوه ټویټ کې ویلي دي چې د ټپیان بېړنۍ او سمه درملنه دي وشي .
د پاکستان لمړي وزیر عمران خان هم په حادثه خواخوږي ښودلې ده او دا یې پر هندیانو سخت وخت ګڼلی دی .
د هند د هوايي چلند ایراینډیا د الوتکې د را لوېدو پېښه د وسې د پارانونو او موسم د خرابتیا له کبله بلل شوې خو لا هم پلټنې روانې دي.
هند: مسافر وړو نکې الوتکه رانسکوره شوه
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.