The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

که وچکالي سي، ۳ میلیونه ټنه غله اړتیا لرو

خبریال ویبپاڼه/ تیر ژمی دومره بارانونه چې اړتیا ده نه دي سوي اوس دا اندېښنې موجودي دي  که لاهم اورښتونه ونه سي  نو راتلوونکی کال به وچ او افغانان به غلو دانو ته اړتیا ولري. د افغانستان د کرنې وزیر انوارالحق احدي ویلي چې داسې ښکاري…

امریکا د افغان جګړې ختم ته کوم وړاندیزونه لري؟

خبریال ویبپاڼه/ دې هېل خپرونې د امریکا له لوري پرجګړه د نه تمرکز او نورو بیلو انتخابونو په هکله په خپل یوه مطلب کې د جګړې ختم تر ډیره افغانانو ته راجع کړی او  ویلي يې دي چې هرڅه د افغانانو  په لاس کې دي. د بایډن ادارې  ټینګار هم پردې دی…

بلوڅ‌ملتپالو څلور پاکستاني سمندري ځواکونه هلاک کړي

خبریال وېبپاڼه/ بلوڅ‌ملتپالو د ازادي ترلاسه کولو لپاره د خپلې وسله والې مبارزې په لړ کې دا ځل څلور پاکستاني سمندري ځواکونه وژلي او دوه نور یې مرګوني ټپیان کړي دي. د بلوڅ ملتپالو ویاند رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې برید د د دوی…

د طالبانو له بنده را ازاد شوي بنديان: طالبانو راباندې ماینونه جوړول

خبریال وېبپاڼه/ په کندهار کې طالبانو له بنده تازه را ازاد شوي بندیان له دوی سره د شوي ناسم چلند په اړه شکایت کوي او وايي چې طالبانو دوی په ډېر بد وضعیت کې ساتل او ان اجباري کارونه ته یې اړ ایستل. وړمه ورځ وسله والو طالبانو د کندهار ښار…

په جمهوري پاکستان کې مېشت طالبان د افغان جمهوريت ړنګول غواړي

خبريال وېبپاڼه- طالبانو يو ځل بيا د پاکستان تر کنټرول لاندې د جنوبي پښتونخوا په کوټه کې يوه لويه جلسه نيولې ده، په عام محضر کې د زيات شمېر وسله والو طالبانو دا جلسه يو ځل بيا پاکستاني چارواکي بې ځوابه کوي او ددې ثبوت کېږي چې په دې هېواد کې…

عبدالله د امریکا مرستیال سفیر سره د سولې لپاره د امریکا پر طرحې خبرې کړې

خبریال وېبپانه/ د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال مک کري سره د سولې لپاره د امریکا پر طرحې خبرې کړې دي. د ملي مصالحې عالي شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه…

د سلطان زوی د فساد لپاره د لوی څارنوال قرباني کول

خبريال وېبپاڼه- داود سلطانزوی چی له دې وړاندې هم د ګڼو تورونو سره مخ و اوس په رسمي ډول د درنو جرمونو محکمې ته معرفي شوی دی، په دې باندې تور دی چې د خپلې دندې څخه یې سو استفاده کړې ده، په غيرې قانوني ډول یې خلک مقرر کړي دي، قانوني مراحل او…

د اوبو دښمن؛ طالبان کندهار کې د دهلې بند جوړولو مخه نیسي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم له تېرو پنځو میاشت وراهیسې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې شدیدې جګړې روانې دي، خو اوس داسې ویل کېږي، چې وسله والو طالبان په دې ولایت کې د دهلې اوبو بند جوړولو د مخنیوي هڅې کوي. د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ مخکېنی…

ننګرهار چارواکي د دوه تنو د نيولو خبر ورکوي

خبريال وېبپاڼه: د ننګرهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايې دوه تنه ترهګر د ملي امنيت ځواکونو له لورې نيول شوي دي. د ننګرهار ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د ملي امنيت ځواکونو د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې…

پکتیا وال له میراثي رییسانو تر پوزې راغلي، ګوښه کېدل یې غواړي

خبریال وېبپاڼه/ د پکتیا مدني فعالان او ځوانان وايي چې په دغه ولايت کې ډېری دولتي ادارې د شخصي ګټو پر اساس میراثي دي او د ولایت رهبري یې د تغییر او تبدیل لپاره اقدام نه کوي. مدني فعالان زیاتوي، چې په دولتي ادارو کې د چارواکو او مامورینو…

خلک: د کندهار له ملکي روغتونه ماشومان غلا او پلورل کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار یو شمېر مدني فعالان او ځوانان ادعا کوي چې د دې ولایت د میرویس ملکي حوزوي روغتون څخه نوي زېږېدلي ماشومان غلا او بیا پلورل کېږي. دوی خبریال وېبپانې ته وویل، چې د میروس حوزوي روغتون نسايي ولادي واټ د نویو زېږېدلو…

امریکا هم د مي میاشت کې نه وزي

خبریال ویبپاڼه/ د جرمني په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو لا له وړاندې په افغانستان کې د پاتي کیدلو فیصله کړې وه اوس داسې ښکاري چې امریکا هم په همدې موخه افغانستان کې خپل سرتیري پریږدي. د امریکا د استازو جرګه کې د وسلوال پوځ د خدمتونو کمېټې…
koi finance