طالبان: د امریکا د نوې طرحې په ارزونې اخته یو، بیا پرېکړه کوو
خبریال وېبپاڼه/ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا حکومت نوې طرحه د زلمي خلیلزاد په لاس ورته رسېدلې ده او وروسته به معلومه کړي، چې دوی په دې تړاو څه دریځ لري.
پرون رویټرز خبري اژانس د یوه طالب چارواکي له…