The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د موسی شاهین د سمدستي خلاصون لپاره کمپاین پیل کړی

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر د سیمه ییز سندرغاړي موسی شاهین له خوشې کېدو نږدې درې میاشتې وروسته د هغه د خلاصون لپاره کمپاین پیل کړی دی. د دغه انسټیټیوټ مشر احمد سرمست یو ځل بیا د بشري حقونو له سازمانونو او…

د پاکستان د مالیې وزیر د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په غونډو کې ګډون نه کوي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان حکومتي چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد د مالیې وزیر واشنګټن ته د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره خپل سفر لغوه کړی دی. برتانوي ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د پاکستاني…

طالبانو نیول شوي خبریالان په دې شرط خوشي کړل چې نور به نېوکې نه کوي

خبریال وېبپاڼه: طالبانو په بغلان ولایت کې د دریو خبریالانو له نیول کېدو دوه ورځې وروسته د ژمنې په بدل کې خوشي کړي دي. نوراغا سادات، په بغلان کې د ملي ټلویزیون خبریال او کمره مین صفي الله صفا او همدا راز د تنویر شمع سیمه ییز تلویزیون…

یونیسف: په افغانستان کې ښځینه کارکوونکې زموږ د کار د بریالیتوب لپاره اړېنه برخه ده

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ‌ صندوق (یونیسف) ويلي، چې په دې اداره کې ښځینه کارکوونکې مهم رول لري. یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په…

د یوناما دفتر مرستیال: یوناما کې د ښځو پر کار بنديز په ښځو باندې یو بل ظالمانه ګوزار دی

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د نوي بندیز په تړاو د غبرګونونو په لړ کې، په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال (رامز الکباروف) ويلي، دا بندیز پر ښځو یو بل ظالمانه ګوزار دی. دا خبرې د یوناما…

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو پر کار د بندیز په اړه پټه غونډه کوي

خبریال وېبپاڼه: ټاکل شوې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې ددغه سازمان پر ښځینه کارکوونکو، د طالبانو لخوا بندیز لګولو وروسته، د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې (لینډا ټوماس) په یوه ټویټ کې لیکلي،…

سمنګان کې يو ځوان د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوی

خبریال وېبپاڼه: له سمنګان ولایته سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې په دغه ولایت کې یو تنکی ځوان د طالب جنګیالیو په سختو شکنجو وژل شوی دی. د سمنګانو ولايت د شهيد ډاکتر اکرام الدين وکيل زاده روغتون، سيمه ييزو سرچينو نن وويل، چې دا پېښه په…

ملګري ملتونه د ښځو د کار بندیز په اړه له طالبانو سره خبرې کوي

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، دغه سازمان اعلان کړی چې په دې برخه کې به له طالبانو سره خبرې وکړي. د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند (سټیفن دوجاریک) له…

خلیلزاد: طالبانو د دوحې له تړونه سرغړونه وکړه

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په اړه له غبرګونونو وروسته، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمی خلیلزاد وایي، طالبانو د…

طالبان پلان لري خبریالان راجستر کړي؛ خو د خبریالانو مرکز وایي، چې دا د فشار سرچینه ده او باید لغوه…

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د هېواد د خبریالانو ثبتولو لپاره د طالبانو پلان په اړه غبرګون ښودلی او وایي، چې دغه طرحه پر خبریالانو فشارونه رامنځته کوي. دغه مرکز په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ياده شوې طرحه، د طالبانو د…

بلخ او نیمروز کې د داعش او طالبانو جګړه شوې

خبریال وېبپاڼه: تېره شپه په بلخ او نیمروز ولایتونو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. یادې نښتې د بلخ په نهرالشاهي او د نیمرزو په د مرکز زرنج ښار په معصوم اباد سیمه کې شوې دي. په دواړو ولایتونو کې…

د خولې د بد بوی عوامل او د درملنې لارې چارې

خبریال وېبپاڼه: د خولې د بدبويي ( Bed Breath\Halitosis)ډېر لاملونه دي، په روژه کې عموماً د خوله بوی ځکه زيات وي، چې د وجود مايعات کم وي، خوله وچه وي او په خوله کې لاړې کمې وي. اکثره خلکو ته د خپل ځان مالومات نه کيږي، چې له خولې يې بوی ځي او…
koi finance