The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

خالد حنفي: ډاکټران دې له اذان سره سم جومات ته ځانونه رسوي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي له ډاکټرانو غوښتي، چې د اذان له اورېدو سره سم خپل کارونه خوشې کړي او جومات ته لاړ شي. نوموړي تېره ورځ په عامې روغتیا وزارت کې « طب د اسلام له نظره» په جوړ شوي کنفراس…

نیکي هیلي: پاکستان د ترهګرو ځاله ده

خبریال وېبپاڼه: د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده« نیکي هیلي» وايي، پاکستان د ترهګرو ځاله ده. نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې اوس مهال هم په دغه هېواد کې د ترهګرو لسګونه ډلې شته، چې د پاکستان حکومت ورته ځای ورکړی. نوموړې دا څرګندونې…

تالبانو د پخواني حکومت افسر وژلی

خبریال وېبپاڼه: یو شمېر ځايي سرچینې وایي چې تالبانو په پکتیا ولایت کې د پخواني حکومت یو افسر په ډزو وژلی دی. سرچینې خبریال ویبپاڼې ته ویلی چې یاد افسر بدرالدین حیدري نومیږي، خو په « بدو» مشهور وو چې د تالبانو له لوري وژل شوی دی. د سرچینې…

له افغانستان نه د پوځيانو وتلو په اړه د امريکا پخوانيو پوځيانو منفي نظر

ددوحې د تړون درېیمې کاليزې په درشل کې د آمریکا متقاعدو پوځيانو ترمنځ د شوې نظر پوښتنې پايلې ښيي چې ۷۳ سلنه پخواني آمريکايي پوځيان له افغانستان نه د دوی د ځواکونو د وتلو په اړه منفي نظر لري. د دغې نظر پوښتنې پايلې چې پرون د کب په لسمه د…

راتلونکی کال به هم د نجونو پرمخ پوهنتونونه تړلي وي

 خبریال وېبپاڼه: د تالبانو د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چې د روانې حوت میاشتې په ۱۵مه نېټه به د ټولو سړو سیمو بهاري سمسترونه پیل شي. د تالبانو د لوړو زدکړو ویاند ضیاء‌الله هاشمي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا پرېکړه یې د لوړو زده کړو وزارت…

د حوت لسمه؛ د تالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون درېیمه کلیزه

خبریال وېبپاڼه: له نن درې کاله وړاندې دتا لبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو، چې له مخې د افغانستان جمهوري نظام وپرځېد او تالبان واک ته ورسېدل. دا تړون د ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملاعبدالغني برادر او…

عمران خان قيمتي دولتي ډالۍ غلا او خرڅې کړي؛ محکمې يې د نيولو حکم کړی

د پاکستان پر پخواني لومړي وزير عمران خان تازه تور پورې شوی چې د خپل حکومت پرمهال يې د دولت قيمتي ډالۍ يې په پټه خرڅې کړي دي. په اسلام اباد کې د يوې محکمې قاضي ظفر اقبال ويلي په دې اړه يې څو ځل له عمران خان غوښتي چې محکمې ته حاضر شي او…

امریکا: افغانستان کې درې زره داعش جنګیالي فعال دي

خبریال وېبپاڼه: وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د خراسان لپاره د داعش د عملیاتي مسؤل قاري فاتح د وژل کېدو خبر ورکړ، امریکا ویلي چې په افغانستان کې درې زره داعش جنګیالي فعال دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال تروریزم په اړه په…

له ايران وروسته ځينې نور هېوادونه هم غواړي د افغانستان سفارتونه طالبانو استازو ته وسپاري

د ايران په مرکز تهران کې د طالبانو استازو ته د افغانستان سفارت او قونسلي چارو له سپارلو وروسته يو شمېر نور هېوادونه هم نيت لري د افغانستان سفارتي کارونه د طالبانو استازو ته وسپاري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د متحده عربي…

برېټانيا کې سلګونه پښتنو په يوه خوله له طالبانو د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستو غوښتنه وکړه

د بریټانیا په لوی ښار مانچسټر کې پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو او د لر او بر پښتو افغانستان کې د نجونو بندو ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره سوله ايز احتجاج ډوله غونډه وکړه. دې غونډې ته ويناوالو پر طالبانو نيوکې وکړې او غوښتنه يې دا وه…

له مينې او محبت ډک انسان/صداقت غورځنګ

څښتن تعالی د لوی وطن په دې کورنۍ خاوره دومره لوی انسانان زېږولي چې د نړۍ په کونجونو کې یې لا د عظمتونو کیسې کیږي. که ستر خوشال یې د توري او قلم څښتن باله ، نو باچا خان یې د عدم تشدد هغه پښتون سرلاری و چې ددغه دردېدلي قام د بیدارۍ غږ یې د…

مجاهد: د افغانستان هوايي حريم اشغال دی؛ چارواکي يوازې د حالاتو ننداره کوي

د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی چې د په پټو سترګو د هر چا اطاعت مه کوئ. نوموړي پرون (جمعه حوت ۵مه) د دغې ډلې د يو شمېر عسکرو د فراغت مراسمو ته وينا کې ويلي چې په پټو سترګو دې له چا اطاعت نه…
koi finance