The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

د پاسپورټ ادارې رييس د فساد په تور له دندې شړل شوی، طالبانو نوی رییس معرفي کړو

د طالبانو د پاسپورټ ادارې رييس عالم ګل حقاني د فساد په تور له دندې شړل شوی، د هغه د ورور هم د شرابو او نجونو سره د اخلاقي فساد ویډیو ګانې خپرې شوې وې. طالبانو د عالم ګل حقاني پر ځای د حقاني شبکې بل ملا مولوي عبالکریم حسيب د یاد ریاست د…

عباس ستانکزی: پخواني شوروي، ناټو او امريکا د افغانستان اقلیمي وضعیت خراب کړی

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د افغانستان اقلیم او چاپېريال نړیوالو خراب کی. ستانکزي د اقلیمي بدلون د نړيوالې اوونۍ په غونډه کې وويل پخواني شوروي، ناټو او امريکا د افغانستان د هوا او چاپېريال د…

پاکستان د بایډن د وروستيو څرګندونو له امله د امریکا سفیر احضار کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن د وروستیو څرګندونو له امله په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړی. د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا منځمهاله ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند د کمپاین کمېټې ته د وینا…

مجاهد د ترکيې غونډې ته: د نجونو ښوونځيو خلاصېدل حتمي دي، د ټرانسپورټ اسانتيا ورته برابروو

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ترکيه کې د علماوو غونډې ته وويل، افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصېدل حتمي دي او پر دې موصوع کار روان دی. مجاهد زیاته کړې چې د طالبانو حکومت نجونو ته د ښوونیز نصاب په اصلاح کولو، د تګ راتګ لپاره…

د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام سبا پيليږي؛ د سوپر کولو شرکت د افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي

ټاکل شوې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سبا د (یکشنبه اکټوبر ۱۶مه) په آسټراليا کې پيل شي. چې لوبډلې به لومړی تمریناتي لوبې ترسره کړي. بل خوا بلاخره افغان لوبډلې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام د پیلېدو په درشل کې مالي سپانسر پيدا کړ. د…

طالبان ننګرهار کې د هغه ځوانانو سرونه خریي چې په ږیره کې سټايل وهي

ننګرهار ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف کسان په سلمانیانو ګرځي او هغه ځوانان چې به ږيره کې سټايل وهي سرونه یې خریي. ځوانان وايي نه یوازې دوی ته د طالبانو له خوا ستونزې جوړيږي بلکې طالبان سلمانیان هم وهي چې ولې ځوانانو ته ږیره جوړوي.…

امریکا: زموږ د نوې ستراتیژۍ له مخې طالبان ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته اړ دي

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن او ملي امنیت شورا له خوا د چهارشنبې په ورځ ۴۸ مخیزه نوې ستراتیژي خپره کړې. امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې کلک ټینګار کړی. په ستراتيژۍ کې راغلي که څه هم امریکايي ځواکونه له…

طالبان د جمهوریت قوانین او لایحې لغوه کوي وایي شرعي نه دي

د طالبانو د مشر ملا هبت اللهاخوند زاده به نوم یو تازه غږیز کلطپ خپور شوی چې په کې یې د دوی له خوا د نویو قوانینو او لایحو جوړولو خبره شوې ده. هبت الله ویلي د تېر جمهوري نظام د ده په وبنا غیر شرعي قوانین او لایحې یې لغوه کوي. په یاد…

د امریکا د سولې انستیتوت شاه محمود میاخېل ته له دې بنسټ سره د لس کلنې همکارۍ په ویاړ اېوارډ ورکړ

‏د امریکا متحده ایالاتونو د سولې انسټېټیوټ افغان سیاستوال شاه محمود میاخېل له دې بنسټ سره د لس کلنې همکارۍ په پار ستایلی او اېوارډ یې ورکړی. شاه محمود میاخېل بریالی افغان سیاستوال وو چې له نړیوالو ادارو سره سر یې په افغانستان دننه له…

طالبان د تلې ١٥مې ته په اشارې؛ د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه کاروي

طالبان د تلې ١٥مه په مناسبت چې په افغانستان د امریکا د برید د یویشتمې کالیزې سره برابره ده په وایي، افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه وو او نه به یې خاوره د چا پر ضد وکارول شي. طالبانو په دې مناسبت په یو خپره کړې اعلامیه ویلي، نور هېوادونه…

طالبانو نجونې پرېنښودې کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځي انتخاب کړي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې نجونو لپاره د پوهنځیو ټاکل محدود کړي. نجونې وایي نه یوازې د پوهنځیو ټاکل بلکې موږ په نورو زونونو کې د پوهنځیو له ټاکلو هم محرومې شوې یوو. ختیځ زون کې پرون دوه وخته، لومړی له هلکانو…

کارین ډیکر: امریکا بیا په افغانستان کې پوځي مداخله نه کوي

دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا استازې کارین ډېکر په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا به بیا ځل لپاره په افغانستان کې هېڅ راز پوځي مداخله ونه کړي. ډیکر زیاتوي چې طالبانو سره به ډیپلوماټیکو اړیکو او خبرو ته دوام ورکړي او دوی به د امنیت…
koi finance