The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

نړیوال مرستندویه بنسټونه را روان ژمی افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېدو ته اندېښنه لري

د سره صلیب نړیوال کمېټ او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کې را روان ژمي کې افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو اټکل کړی. د سره صلیب نړیوال کمېټه وایي، د افغانانو لپاره تر ټولو جدي ګواښ بې وزلي ده، دا چې زرګونه افغانانو دندې له…

د رسنیو ملاتړي بنسټونه پر طالبانو د زاویا نیوز او هشت صبح وېب سایټونو د تړلو له امله غوسه دي

د طالبانو د مخابراتي او ټکنالوژۍ وزارت او اترا انارې د زاویه نیوز او هشت صبح ورځپاڼو انټرنیټي خبري پاڼې یا وېب سایټونه وتړل. د رسنیو ملاتړي بنسټونه د یادو وېب سایټونو د تړلو له امله پر طالبانو نیوکه کوي او وایي طالبان دې له رسنیو سره خپل…

احمد تقي: زما خبرې غلطې تعبیر شوي؛ نجونې ازادې دي چې کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځی وټاکي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي وایي راتلونکي کانکور کې د نجونو لپاره د پوهنځیو د انتخاب په اړه زما تېرې خبرې غلطې تعبیر شوي. هغه په غږیز پیغام کې ویلي، هغه راپورونه ناسم دي چې د کانکور ازموینه کې به نجونې یوازې د…

کندهار کې طالبانو د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو د ږیرو پرېښودو ژمنه اخیستې

د طالبانو د کندهار د پوهنې اړوند ریاست له نویو ګومارل کېدونکو ښوونکو نه د ږېرې پرېښودو ژمنه اخیستې. همدا رنګه طالبانو په کندهار کې له نهم ټولګي پورته زده کوونکو ته د ږېرې پلېښودو توصیه کړې او ترې غوښتي چې سرونه هم پټ کړي او طالباتو له…

د پخواني ولسمشر ببرک کارمل زوی کاوه کارمل د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرک کارمل مشر زوی رفیق کاوه کارمل د ۵۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله روح حق ته وسپاره. کاوه کارمل له ډېرو کلونو را په دې خوا په ډنمارک کې اوسېده نوموړی پرون ماښام اووه بجې د ډنمارک کوپنهاګن په…

د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه کې سل زده کړیالانې د خوړو په واسطه مسمومې شوي

د کابل پوهنتون د نجونو لیله کې د ۱۵۰۰ نجونو له ډلې سل نجونې د خوړو په واسطه مسموم شوي دي. د کابل پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو رسنیو سره خبرو کې ویلي چې یاده پېښه وړمه شپه رامنځته شوې او د لیلیې چارواکو سره یې د پېښې له شریکولو وروسته هم…

هند بهرنیو چارو وزارت: افغانانو ته مو د امنیتي اندېښنو له کبله ویزې ځنډولې دي

هند د اوږدې مودې را په دې خوا افغانانو ته د هند ځنډولې دي. تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي د امنیتي اندېښنو له کبله یې افغانانو ته د هند ویزې ځنډولې دي. هغه په هند کې په یو تازه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د طالبانو د حکومت…

د هرات پوهنتون ښځینه زده کړیالانو په کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون لاریون کړی

له کابل وروسته هرات کې ښځینوو کابل کې د جمعې ورځ برید په غبرګون کې لاریون کړی. د هرات دولتي پوهنتون ښځینه زده کړیالانې د جمعې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز د برید غبرګون کې نن سهار لاریون راویستلی. د تېرې جمعې په ورځ د کابل دشت برچې سیمه…

رینا امیري: لاریونوالو مېرمنو سره د طالبانو تاوتریخوالی د زور نه؛ کمزورۍ نښه ده

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي د لاریون کوونکو مېرمنو سره د طالبانو له خوا زور زیاتی د زور نه د کمزورۍ نښه ده. اغلې امیري په کابل کې د مېرمنو پروني لاریون سره د طالبانو د تاوتریخوالي او زور…

د طالبانو امر بالمعروف وزیر: یوناما راته ویلي اروپا کې ستاسو په څېر ادارې جوړېدلو ته سخت ضرورت دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي وایي اروپا هم زموږ په څېر د ادارې جوړولو په ارمان ده. خالد حنفي وایي په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما استازو راسره په لیدنه کې وویل او ټینګار یې وکړ چې ستلسو…

طالبانو د تېر کال فارغ شویو نجونو ته په کانکور کې د ګډون اجازه ورکړه

د طالبانو حکومت هغه نجونو ته په کانکور کې د ګډون کارتونه وېشلي چې تېر کال له ښوونځیو فارغې شوي دي. خو په ورته مهال هغه نجونې چې سږ کال یې د ښوونځي وروستی کال وو خواشیني دي چې په کانکور کې د ګډون اجازه ور نه کول شوه، که څه هم طالبانو د…

د امر بالمعروف وزیر د عباس ستانکزي نظر رد کړ وایي تعلیم مباح دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي نن د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، تعلیم په نارینه او ښځینه فرض دی، هېڅوک له دې فرضیت څخه انکار نه شي کولی. عباس ستانکزي د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.…
koi finance