The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

هندي الاصله ريشي سونک د برېټانيا نوی لومړی وزير شو

د برېټانيا محافظه کار ګوند د برېټانيا د لومړي وزير څوکۍ لپاره ټاکنې وکړې. هندي الاصله برېټانيايی او د برېټانيا د ماليې پخوانی وزير ريش سونک وتوانېد چې د برېټانيا د لومړي وزير څوکۍ وګټي. او نن رسماً د بریټانیا لومړی وزیر اعلان شو.…

طالبان: راستانه شويو شخصیتونو څخه مسلکي کسانو ته يې په نظام کې کار ورکوو

د طالبانو حکومت له خوا له هېواده وتليو شخصيتونو د بېرته راستنولو لپاره د «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسيون» په نوم اداره جوړه کړې چې د دوی پر وينا د کمېسيون له پيله تر اوسه سلګونه افغان شخصيتونه هېواد ته راستانه شوي. شخصیتونو سره د تماس…

افغانستان نړيوال جام کې له انګلېنډ لومړنۍ لوبه وبايلله؛ غلطي د چا وه؟

د شل اوريز نړيوال جام په لړ کې نن افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې له انګلېنډ ماتې وخوړه. د لوبې پچه انګلېنډ وګټله او لومړی يې د‌ ډګر ساتنې پریکړه وکړه، افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف ورکړ.…

د ترهګرو د مالي ملاتړ له خړ لېست څخه د پاکستان نوم لېرې شو

د تورو پيسو د سپيناوي ادارې او له ترهګرۍ سره‌ د مالي مرستې د مخنيوي ادارې د پاکستان نوم د ترهګرو د ملاتړ له خړ لېست څخه وويست. د رویټرز خبري اژانس د راپور په حواله دا پرېکړه د يادې ادارې د ځانګړې ډلې له خوا پرون په پاريس کې له دوه ورځنۍ…

طالبانو کابل کې د داعش په پټنځي عمليات کړي

بېګا شپه د کابل ښار په کارت نو سيمه کې د چاودنو او پرلپسې ډير غږونه اورېدل شوي. د‌کابل اوسېدونکو هم ويلي چې د اتمې حوزې اړوند د بني حصار شاوخوا سيمه کې د‌ چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل. تر دې وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد…

پاکستان کې د ننګرهار پوهنتون استاد چا لادرکه کړ؟

د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې يې د ماسټرۍ زده کړې کولې لادرکه شوی. استاد لیث عبدالرحیمزي د پاکستان د ماسټرۍ برنامې د دريم سمستر محصل وو او يوه اوونۍ وړاندې د پنجشنبې…

پاکستان: طالبان چې واک ته رسېدلي زموږ هېواد کې بریدونه زيات شوي

پاکستاني چارواکي وايي د ۲۰۲۱ د اګسټ نه چې کله طالبان واک ته رسېدلي په پاکستان کې وسله وال بریدونه زيات شوي دي. پاکستاني چارواکو پرون (پنجشنبه ۲۰مه) وویل چې په يادو بریدونو کې ۴۵۰ تنه وژل شوي چې زياته برخه يې د دې هېواد امنيتي ځواکونه دي.…

لېز ټرس استعفا وکړه او د برېټانيا په تاريخ کې د تر ټولو کمې مودې لومړۍ وزيره شوه

د برېټانيا لومړۍ وزيرې په ناڅاپي توګه د واکمن محافظه کار ګوند له مشرۍ او لومړي وزير له څوکۍ استعفا وکړه. ټرس په خپلو لنډو خبرو کې وويل، چې ولس سره د ماموريت پر اساس کړيو ژمنو عملي کولو کې پاتې راغلې يم اوسنیو شرایطو ته په کتو نه شم کولی…

طالبان: د پخواني قاضي القضات یوسف حلیم جنازه افغانستان ته را لېږدو

طالبان وايي د افغانستان د سترې محکمې د پخواني رييس محمد يوسف حليم جنازه افغانستان ته را لېږدوو. د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په ټوېټر پاڼه په دې اړه لیکلي، چې په متحده اماراتو کې يې خپل اړوند سفارت ته…

د افغانستان سترې محکمې پخوانی رييس محمد يوسف حليم په جلاوطنۍ کې ومړ

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رييس قاضي القضات محمد يوسف حليم په متحده اماراتو کې وکړ. هغه ته د نزدې سرچینو خبريال ډاټ کام ته وويل چې ښاغلي حلیم به هره دوشنبه روژه نیوله پر همدی ورځ روژه وو او مسجد ته د ماذیګر لمانځه لپاره تللی دې په…

د برېښنا شرکت: که د برېښنا شرکت پوروړي پور ورنه کړي جایدادونه يې خرڅوو

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت وايي د دې شرکت ټول پوروړي دې خپل پورونه ادا کړي. یاد شرکت د پخواني نظام چارواکو، سياسيونو او زورواکو ته خبرداری ورکوي چې زر تر زره دې خپل پورونه ادا کړي کنه نو جایدادونه یې پلوري. د…

افغان لوبډله د نړیوال جام په درشل کې نن له بنګله دېش سره تمریناتي لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۱۲ بجې د شل اوریز نړیوال جام په يو تمریناتي سیالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې سره مخامخ کيږي. د کرکټ شل اووريز نړيوال جام پرون په آسټراليا کې پيل شو د افغانستان کرېکټ بورډ ډاډ ورکوي چې لوبډله له هره…
koi finance