The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

تالبانو هغه خبره ومنله، چې نه یې منله؛ پراخ بنسټه حکومت

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتګ وروسته په لوړو او ټیټو څوکیو مولویان مقرر شوي. د نظرخاوندان او عام ولس له همدې امله نیوکه لري، چې دوی یواځې تالبي حکومت جوړوي نه ټولشموله، خو دا خبره تالب چارواکو نه منله او تل به یې ادعا کوله، چې…

حمدالله محب له سقوط وروسته سکوت مات کړ

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان د تېر حکومت له پرځېدو سره سم ولسمشر غني او د هغه وخت یو شمېر لوړپوړو چارواکو افغان ولس پرېښود او بېلابېلو هېوادونو ته لاړل. که څه هم د سقوط له مودې څلور میاشتې تېرېږي، خو د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله…

ننګرهار: ناپېژاندو کسانو په چړو د یوې کورنۍ ۴ غړي شهیدان کړي

خبریال وېب پاڼه: ناپېژاندو کسانو د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې پر یوه کور برید کړی او د هغې کورنۍ ۵ غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. خبریال وېب پاڼې ته د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې پېښه تېره شپه د ښېوې ولسوالۍ په…

وسله والو کسانو غزني کې د يوه خصوصي پوهنتون رئيس شهید کړی

خبریال وېب پاڼه:  د هېواد په مرکز او ولایتونو کې لاهم خلک د مرموزو او هدفي وژنو قرباني دي. تازه ځايي سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې وسله والو کسانو په غزني ولایت کې د سلطان محمود په نوم د یوه خصوصي پوهنتون رئیس شهید کړی دی. سرچینه…

تالب چارواکي: له افغانیو پرته د پردیو پرکرنسۍ پېر او پلور جرم دی

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتلو وروسته افغان تر بل هر وخت له سخت اقتصادي ځوړ حالت سره مخ دی. عام افغانان شاوخوا څلور میاشتې کېږي، چې له بېکارۍ او د توکو له لوړو بیو شکایتونه کوي، خو تر اوسه څومره چې تمه کېږي دې غږ ته لبیک نه دی…

د امریکا له لوري ويستل شوي افغان کډوال کمپونو کې ستونزو سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه: بهرنۍ رسنۍ وایي، چې د امریکا له لوري ویستل شوي افغان کډوال په کمپونو او امریکايي ایالتونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې په نظامي اډو یا کمپونو کې پراته افغان کډوال او همدا راز…

له ناندريو وروسته د امریکا د ملیارد ډالري بودیجې تائید

خبریال وېب پاڼه: د امریکا کانګریس د رایو په اکثریت د  دغه هېواد دفاعي بودیجه تایید کړه. د امریکايي رسنیو د راپورونو یاده بودیجه ۷۶۸ میلیارد ډالره ده. سرچینې وایي، چې دا بودیجه د تر اوږدو ناندریو وروسته د امریکا کانګرېس ومنله او د تائید…

کرزی: تالبان کابل ته نه ننوتل، د غني تېښتې دې کار ته اړ کړو

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشيټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دوی په دې هڅه کې وو، څو واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي، خو په خبره یې د ولسمشرغني تېښتې هرڅه ګډوډ کړل. حامد کرزی وایي تالبان کابل ته نه…

چین؛ افغانستان کې د امریکا د جنګي جنایتونو پر پلټلو ټینګار کوي

خبریال وېب پاڼه: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د پنټاګون پر هغه پرېکړه غبرګون ښودلی، چې له مخې یې په کابل کې د یوولسو ملکي وګړو…

ملګري ملتونه: افغانستان کې له هرو لسو کورنیو ۷ یې په پور خواړه اخلي

خبریال وېب پاڼه: ملګري ملتونه وایي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. د یاد سازمان د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی او ملیونونه افغانان…

ایران کې ترافيکي پېښې ۱۱ افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله

خبریال وېب پاڼه: په ایران کې د دوو موټرو د ټکر له امله شپږ افغانان شهیدان شوي دي. ایراني رسنۍ وایي، چې دا پېښه د ایران په یزد ښار کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي، چې یو مسافر وړونکی موټر له لارۍ ډوله موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې شپږ…

پر پاکستاني پوځيانو برید؛ دوه سرتېري یې وژل شوي

خبریال وېب پاڼه: د پاکستان او ایران ترمنځ پر ګډه پوله پر پاکستاني پوځیانو وسله وال برید شوی دی. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې پېښه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور سخت ټپيان شوي دي. په خبرپاڼه کې…
koi finance