The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

برېتانیا افغانستان سره ۷۵ ملیونه پونډه مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه: د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې له افغانستان سره د ۷۵ ملیونه پونډو مرسته اعلان کړه. لېز ټراس دغه مرسته د جي۷ هېوادونو په غونډه کې اعلان کړه. د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره لېز ټراس وایي دغه مرسته چې شا اوخوا ۹۹ ملیون ډالر…

‏وردګ: د پخواني حکومت ډېری سفیرانو بهر کې غلا او چور پيل کړی

خبریال وېب پاڼه: د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د کمېسیون افغانې کمېشنرې اصیلا وردګ ویلي، چې د جمهوریت تر سقوط وروسته، بهر کې د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرل کونسلانو په غلا او چور پیل کړی. اصیلا ‏وردګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي،…

افغان ښوونیز بهیر تړلی، خو د لوړو زده‌ کړو وزیر د پاکستان له مدرسو لیدنې کوي

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتګ وروسته په  ځلونو له دوی څخه وغوښتل شول، چې په افغانستان کې ښوونیز بهیر ته په عادي ډول اجازه ورکړي، خو لایې برخلیک نه دی معلوم. عام افغانان نیوکه کوي، چې دلته ښوونیز بهیر په ټپه ولاړ دی، خو د لوړو…

روغتونونو کې درمل نشته؛ سور صلیب ۲۳ روغتونونو ته درمل رسوي

خبریال وېب پاڼه: د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې مسوولان وایي دوی په افغانستان کې د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي. سور صلیب ویلي، چې دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر…

سلام ضعیف: د یو افغان په حیث پر پاکستان هېڅ باور نشم کولای

خبریال وېب پاڼه: په پاکستان کې د تالبانو پخوانی سفیر عبدال سلام ضعیف وایي، چې پر پاکستان باید هېڅ باور ونشي. نوموړی وایي دی خپله د یو افغان په صفت پر پاکستان یو ساعت هم باور نشي کولای. هغه دغه راز په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې افغانان…

ذ مجاهد: اسلامي هېوادونو دې د تالبانو حکومت په رسميت وپېژني

خبریال وېب پاڼه: په افغانستان کې نوی د تالبانو حاکم حکومت لا هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني. تازه د تالبانو ویاند ذ، مجاهد له يوې نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې له اسلامي هېوادونو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني. هغه ویلي، چې د اسلامي همکاریو…

عام خلک: تالبان ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه خنډ سره مخ کوي

خبریال وېب پاڼه: د ننګرهار اوسېدونکي د برېښنايي تذکرو د وېش په پروسه کې د یوشمېر تالب ځواکونو له لاسوهنې شکایت لري. دوی د خبریال مرکزي څانګې ته په رالېږل شویو پیغامونو کې ویلي، چې یو شمېر تالبان په حوزو کې له وسلو سره ننوځي او د مامورينو د…

ننګرهار: وسله والو د ۲ قومي مشرانو په ګډون۳ تنه شهیدان کړل

خبریال وېب پاڼه:  د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې مخ پټو وسله والو کسانو ۳ تنه شهیدان کړل. یوې ځايي باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې دا پېښه تېره شپه د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې شوې ده. سرچینه وایي وسله…

سېف د چلډرن: مليونونه افغان ماشومان له لوږې سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې له نړیوالو غوښتي، چې خپلې تګ لارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي، چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسېږي. افغانستان کې د سیف د چلډرن ادارې مسوول کریستیانو مارټون…

تالبان د سیاسي مشورو لپاره د دیني علماوو غونډه رابولي، خو ښځې به پکې نه وي

خبریال وېب پاڼه:  د تالبانو د حکومت ویاند ذ مجاهد وایي، چې دوی د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو غونډه جوړوي. ذ، مجاهد وایي چې دا شورا به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اسلام له نظره ښځو ته په حکومت کې د حقونو د ورکړې په باره کې له حکومت سره…

کابل کې دوو چاودنو دوه عام وګړي شهیدان کړل

خبريال وېب پاڼه:  په کابل کې نن له غرمې وروسته دوو پرلپسې چاودنو دوه تنه عام وګړي شهیدان کړل او څلور تنه نور يې ټپيان کړل. د کورنیو چارو وزارت ویاند س، عيد خوستی وایي، چې لومړۍ چاودنه په دشت برچي سیمه کې پر یو ټونس موټر وشوه. نوموړی وایي،…

افغان هندوان او سکهان له خپلو لرغونو آثارو سره هند ته ورسېدل

خبریال وېبپاڼه: هندي رسنۍ وایي، چې هندي حکومت له سلو ډېر هندوان او سکهان له افغانستان ايستلي دي. هندوستان ټایمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ویلي، چې د افغان هندوانو او سکهانو یوه ۱۱۰ کسیزه ډله نن په یوه چارټر الوتکه کې ډهلي ته ورسېده. د…
koi finance