The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

نړۍ

نړۍ برخه دافغانستان په تړاو او د نړۍ له بیلا بیلو برخو خبرونو او شننو ته ځانګړې شوې ده .

لندن ته څېرمه ریډینګ کې د چړو برید – تلفات اوښتي

خبریال وېب پاڼه - د لندن په سویل لوېدیځ کې څېرمه ښارګوټي‌ ریډینګ کې په یوه مېله ائیز پارک کې پر عامو وګړو د چړو برید وشو . په برید کې د ګڼو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی ، البته عیني‌ شاهدان وايي چې لږ ترږه ددرې کسان یې لیدلي‌چې په ډېر بد…

القایدې په افریقا کې د خپل رهبر وژل کېدل تائید کړل

خبریال وېب پاڼه/القایدې د افریقا په شمال کې د فرانسوي ځواکونو لخوا د خپل رهبر عبدالمالک دروکدال وژل تائید کړل. القایدې نړیوالې ترهګرې ډلې د افریقا په شمال کې د فرانسوي ځواکونو لخوا د خپل رهبر عبدالمالک دروکدال وژل تائید کړل.فرانسې شاوخوا…

کراچۍ کې چاودنې د پاکساني پوځ دوه سرتېري هلاک کړل

خبریال وېب پاڼه/په کراچۍ ښار کې یوې بمي چاودنې د پاکستان دوه پوځیان هلاک کړي دي او ځینو نورو ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په کراچۍ ښار کې د پولیس پر یوه موټر چاودنې د دغه هېواد دوه پوځیان هلاک…

موندنې، په ایټالیا کې کرونا له تېر ډیسمبر څخه موجود ؤ

خبریال وېب پاڼه/د ایټالیا د روغتیا ملي موسسه وایي چې په دغه هېواد کې یې د فاضله موادو له نمونو څخه موندلې چې ایټالیا کې د تېر زیږدیز کال له وروستۍ میاشتې را په دې خوا د کرونا ویروس موجود ؤ. د ایټالیا د روغتیا ملي موسسې د معلوماتو له مخې په…

ناندریز کتاب، ټرمپ د غني او کرزي توپیر نشوی کولی

خبریال وېب پاڼه/په وروستیو څو ورځو کې د امریکا کورنیو رسنیو خبرونه د جان بولټن لخوا لیکل شوي کتاب او هغه ته د نه چاپ کېدو په سر بحثونو ګرم کړي دي. جان بولټن په خپل لیکلي کتاب کې د ټرمپ په هکله خورا ناندریز رازونه افشا کړي دي، په یوه برخه…

د هند او چین له کړکېچ سره هممهاله پاکستان امنیتي ناسته کړې

خبریال وېب پاڼه/په داسې حال کې چې هند او چین یو د بل پر وړاندې په خپله ګډه پوله ماشه را پورته کړه او د هند شلو پوله ساتو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د پاکستان د سمندري او نورو ځواکونو مشرانو امنیتي ناسته کړې ده. وروسته له هغه چې د هند او چین…

اصفهان کې څلور نور افغانان په سیند کې ډوب شوي

خبریال وېب پاڼه/د ایران په اصفهان ولایت کې څلور افغان مهاجر د زایده رود بند کې د یو کس د ژغورلو په لړ کې ډوب شوي دي. وروسته له هغه چې څه موده مخکې د ایران په یزد کې د دغه هېواد د پولیسو لخوا د افغان مهاجرو موټر وسوځول شو او دری تنه افغانان…

برېتانیا کې ۳ میاشتې وروسته خلک بازارونو ته راووتل

خبریال وېب پاڼه / د کرونا ویروس په راتګ سره د نړۍ په ټولو هیوادونو کې بیلابیل ډولونه بندیزونه وضع شول. په برېتانیا کې هم د کوربندیز موده شاوخوا ۳ میاشتې کیږي دوام لري خو اوس په دې هیواد کې له درې میاشتني ځنډ وروسته خلک بازارونو ته وتلي…

اسپانیا نن په آزمایښتي ډول بهرني مسافر هېواد ته پرېږدي

خبریال وېب پاڼه/اسپانیا پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل چې د روانې جون میاشتې په ۲۱ مه نېته به د ګاونډیوهېوادونوپر وړاندې خپلې پولې پرانیزي، خو نن د جون ۱۵ مه نېټه به په آزمایښتي ډول یو شمېر مسافر خپل هېواد ته پرېږدي. اسپانیا وروسته له هغه…

د ایران د تېلو عایدات په تدریجي ډول کم شوي دي

خبریال وېب پاڼه/د ګاونډي ایران اقتصادي وضعیت په تدریجي توګه پر ځوړ روان دی او په دې وروستیو کې یې د تېلو عایدات هم په کم سارې توګه کم شوي دي. د ایران د تېلو عایدات له سلو ملیاردو ډالرو څخه آتو ملیاردو ډالرو ته را کم شوي دي او دا په تېرو څو…

د پنجاب راولپنډۍ ښار ځواکمنې چاودنې ولړزاوه

خبریال وېبپاڼه - د پاکستان د پنجاب ایالت راولپنډۍ ښار په صدر بازار کې درنې چاودنې تلفات واړول . په دغه چاودنه کې د لمړنیو معلوماتو له مخې (۱۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . پولیس وایي په ټپیانو کې درې ماشومان او یو د مشر عمر تن هم…

امریکا کې لمړنی تورپوستی د هوايي ځواک عمومي قوماندان شو

خبریال وېب پاڼه - د ستر جنرال چارلس برون لمړنی تورپوستی جنرال دی چې د امریکا په تاریخ کې د هوايي ځواک عمومي قومانداني‌ورسپارل شوې ده . د نوموړي پیشنهاد ولسمشر ټرمپ کړی وو چې د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې یې په یوه خوله تاید وکړ او هغه…
koi finance