د ملي لوبغاړو په شتون کي په کابل کي نوي کرکټ لیګ پیلیږي

خبریال وېبپاڼه / کابل کې د نوي لیګ پيل او پکې د ملي لوبغاړو ګډون.

د کابل ولایت په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د اتلان ټرافي په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې برخه لري چې په ۲ ګروپونو وېشل شوې دي، هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۳-۳ سیالۍ ترسره کړي چې بیا به له هر ګروپ څخه ۲-۲ مخکښې لوبډلې بل پړاو ته لاره ومومي.

ویل کیږي چې په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلو ګڼ شمېر لوبغاړي لوبیږي. د یو شمیر معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې شرف الدین اشرف، رحمان الله ګربز، ظاهر خان، حمزه هوتک، ناصر جمال، دروېش رسولي، عبدالمالک، ضیا شریفي عبدالله عادل، باطن شاه، بهیر محبوب، شوکت زمان او ګڼ شمېر نور ملي او د کورني کرکټ لوبغاړي لوبیږي. دغه سیالۍ چې تېر کال هم ترسره شوې وې، سږ کال يې دویم پړاو دی چې ترسره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند رسمي سیالۍ چې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي او ټول کورني لوبغاړي هم په کور پراته دي، نو باور دادی چې دا ډول خصوصي لیګونه او د کرکټ ټورنمنټونه د لوبغاړو په مصروف ساتلو او په ټوله کې د کرکټ په پرمختګ کې ستر رول لوبوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com