خبریال وېبپاڼه / د هند کرکټ ملي لوبډلې پياوړی الراونډر هارډيک پانډيا چې په فيلډ کې دننه او بهر يو ځانګړی او سنجيده انداز لري تېره ورځ يې وروسته له هغې د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو پام ځان ته واړوه چې د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې يې د لومړۍ شل اوریزې لوبې د پيل مخکې خپل بيټ د سرېلانکا لوبډلې لوبغاړي چمېکا کرونرتني ته ډالۍ کړ.
په ټولنيزو رسنيو د بيټ د ډالۍ کولو د يادې صحنې ويډيو ډېره لاس په لاس شوه چې په کې ښکاري هارډيک پانډيا د هند لوبډلې له اوپنر بيټسمين ايشان کېشن څخه غوښتنه کوي ترڅو د هغه بيټ وروړي.
چميکا د ياد بيټ له اخيستلو وروسته ډېره خوښي ښودلې او له هارډيک پانډيا څخه يې مننه کړې.
د يادې صحنې لږه شيبه وروسته هارډيک پانډيا يو ځل بيا په يوه بله جالبه صحنه کې په سکرين راښکاره شو چېرته چې لوبغاړي ملي سرود ته ولاړ وو او نوموړي د سریلانکايي لوبغاړو سره ددغه هېواد ملي سرود زمزمه کاوه، کوم څه چې په ټولنيزو رسنيو کې د سرېلانکايي مينه والو د بحث موضوع وګرځيدله او هارډيک پانډيا يې د ياد کار په پار وار وار ستايلی.
دا په داسې حال کې ده چې هارډيک پانډیا په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې د پام وړ کارکردګي ونکړه او په دولسو بالونو يې يوازې لس منډي جوړې کړې خو لوبډلې يې کوربه سرېلانکايۍ لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.