راشد خان:زه په وړتیا او پر ځان باور لرم،غواړم ځان ثابت کړم

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د شل اوریزه لوبو نوی ټاکل شوی کپتان چې اوس مهال د انګلینډ په سل بالیز کرکټ لیګ کې د ټرینټ راکېټس لوبډلې لپاره لوبیږي، تېره شپه په توپ وهنه او توپ اچونه کې د ښه ځلیدو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

هغه له لوبې وروسته خبرو کې وویل چې ټولو لوبغاړو ونډه واخیسته ترڅو لوبه وګټي او کله چې خپله دی توپ وهنې ته ښکته شو نو موخه یې د چټکو ۲۵-۳۰ منډو جوړل ول، چې هماغسې یې وکړل او بریا ته د لوبډلې رسول یې اسانه کړل.

راشد د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه الراونډر دی؟ وویل ” زه فکر کوم هو، خلک ما په دې کټګورۍ کې نه شماري خو زه پر خپل ځان او خپلې وړتیا باور لرم، زه د تمرین پرمهال په دې برخه کې تل په خپلو مهارتونو کار کوم”.

نوموړی زیاتوي چې تېره شپه لوبه کې یې څو بد بالونه وکړل چې له امله پرې ډیرې منډې جوړې شوې او دی تېره شپه له خپل بالینګ راضی نه دی، خو هغه وايي چې په دې اړه به فکر وکړي او نورو لوبو ته به لا ډيره خواري وکړي ترڅو ښه لوبه وکړي.

راشد خان تېره شپه په سل بالیز کرکټ لیګ د ناردرن سوپر چارجرز لوبډلې په وړاندې لومړی په شل بالونو د ۳1 منډو په بدل کې ۳ ویکټې واخیستې او بیا یې په توپ وهنه کې په ۱۲ توپونو پنځه ویشت منډې وکړې چې له امله یې ټرینټ راکېټس لوبډلې په دوه ویکټو ناردرن سوپر چارجرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com