خبریال وېبپاڼه / یو شمیر راپورونه وايي چي د هند او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه وروسته له هغي سبا ورځي ته وځنډول شوه چي د هند کرکټ ملي لوبډلي الرونډر لوبغاړي کرونال پانډیا په دکرونا اخته کیدو خپر ورکړل شو
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د دري شل اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوه، چي د یادي لوبلړي لومړي شل اوریزه لوبه ترسره شوي ده.
د لومړي شل اویزي لوبي جزییات
د یادي لوبي ټاس یا بچه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شو شل اورونو کي يي د شپږو لوبغاړو په زیان يي ١٦٤ منډې ترلاسه کړي او سریلانکا کرکټ لوبډلي ته يي د ١٦٥ منډو هدف ورکړه.
د هند کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي سوریا کمار یادوف او شهکر دوان غوره توپ وهنه ترسره کړه، سوریا کمار یادوف په ٣٤ توپونو باندي يي ٥٠ منډې او شهکر دوان په ٣٦ توپونو باندي يي ٤٦ منډې ترلاسه کړي وي.
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي چیمارا او هاسارینکا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.
سریلانکا کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ١٨.٣ اورونو کي يي ١٢٦ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د هند کرکټ لوبډلي د ٣٨ منډو په توپیر وکټله.
هند کرکټ ملي لوبډلي لپاره بونیشر کمار بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په ٣.٣ اورونو کي يي د ٢٢ منډو په ورکولو سره یي څلور لوبغاړي وسوځول.
همدارنګه د یادي لوبي غوره لوبغاړي بونیشر کمار وټاکل شو.