خبریال وېبپاڼه / د IPL سیالیو رسمي نېټه او د پاتې ۳۱ لوبو تازه اعلان شوی مهالوېش یې
د هند غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې وځنډېدې.
ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې وه، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی و، چې له هر ډول ستونزو پرته به د ټولو سیالیو کوربتوب وکړي.
خو د هند کرکټ بورډ مسئولینو تر ناستي وروسته رسمي پرېکړه وکړه، ترڅو د آی پي ایل لیګ پاتې ۳۱ لوبې به په متحده عربي اماراتو کې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۱۹مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مي نېټې پوري ترسره شي.
د یاد لیګ د پاته لوبو تازه اعلان شوی مهالوېش
د هند آی پي ایل ځنډېدلې سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه بیرته پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې به، چې د ټورنمنټ ۳۰مه لوبه کیږي، چینای سوپرکینګز د ممبي انډینز لوبډلې پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته سي.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې ترسره کیږي.
تر ۲۹ سیالیو کولو وروسته د IPL جدول
لومړي: ډهلي کپیټلز لوبډلي ۸ لوبي ترسره کړي چي ۶ لوبي يي یې ګټلې او ۱۲ نمرې لري.
دوهم:چینای سوپرکینګز لوبډله ده چي۷ لوبي يي ترسره کړي چي ۵ لوبي يي یې ګټلې او ۱۰ نمرې لري.
دریم: رویال چلینجرز بنګلور لوبډله ده چي ۷ لوبي يي ترسره کړي چي ۵ یې ګټلې او ۱۰ نمرې لري.
څلورم: ممبي انډینز لوبډله ده چي ۷ لوبي يي ترسره کړي چي ۴ لوبي یې ګټلې او ۸ نمرې لري.
پنځم:راجستان رویالز لوبډله ده چي ۷ لوبي يي ترسره کړي او ۳ لوبي یې ګټلي او ۶ نمرې لري.
شپږم: پنجاب کینګز لوبډله شتون لري چي اته لوبي يي ترسره کړي چي دري لوبي یې ګټلې او شپږ نمرې لري.
اووم: کلکته نایټ رایډرز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي دي چي د یادو اووه لوبو څخه يي دوه لوبي یې ګټلې او څلور نمرې لري.
اتم: سنرایزر حیدراباد لوبډله ده چي اووه لوبي یې ترسره کړي چي یوه لوبه يي کټلي ده او دوه نمري لري.