خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانی فاسټ بالر او اوسنی د کرکټ کميټې غړی وسيم اکرم وايي چې هر ځل د لوبډلې له غوراوي وړاندې نوموړي ته واسطې کيږي، چې دا لوبغاړی دی ټيم کې واخلي او يا هغه دې واخلي.
هغه له پاکستاني مينه والو غوښتنه کړې ده چې دا چاره دې ودروي “ښاغلو پاکستانيانو! زما موخه لوستي پاکستانيان دي، د لوبغاړو لپاره واسطې او زنګ وهل بس کړئ، ماته هر ځل له غوراوي وړاندې ويل کيږي چې دا لوبغاړی واخله يا هغه، د يو لوبغاړي ليدل او څارل جلا خبره ده خو که يې لوبډله کې د اخيستلو غوښتنه کيږي نو شرمونکې ده “.
وسيم اکرم د انګلینډ په لاس د پاکستان د وروستيو ماتو په اړه وايي چې د دې ماتو ستر لامل هغوی دي چې د زيمبابوې او هغوی ته ورته ټيمونو سره لوبې برابروي.
“غواړم هغه نابغه وګورم چې له زيمبابوې سره يې لوبې برابرې کړي دي او تقدير يې کړم، له داسې ټيمونو سره لوبې زمونږ سره مرسته نه کوي بلکې له ضعيفو ټيمونو سره مرسته کوي”.
د اکرم په باور چې څلورو کلونو کې يو ځل له زيمبابوې سره لوبې کول پروا نکوي خو کله چې ځان له هند سره پرتله کوې نو بايد له قوي ټيمونو سره لوبې برابرې شي.
“که تاسې هند وګورئ، اوس مهال یې دوه لوبډلې نړيوالې لوبې لري، دوی لس کاله مخکې خپل سيستم جوړ او پانګونه پرې وکړه او اوس آن کولی شي دريمه لوبډله هم جوړه کړي”.
وسيم داسې مهال لوبډله کې په واسطو د لوبغاړو د اخيستلو او نه اخيستلو په اړه خبرې کوي چې دا چاره يوازې په پاکستان کې نه بلکې په يو شمېر نورو هيوادونو کې هم د مينه والو عادت ګرځيدلې او وخت ناوخت خپلو کرکټ بورډونو ته مشورې ورکوي.