خبریال وېبپاڼه / د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د دري شل اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوه، چي د یادي لوبلړي لومړي شل اوریزه لوبه ترسره شوي او هند لوبډلي پکي بریا ترلاسه کړي وه او دوهمه شل اوریزه لوبه چي تیره شپه د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه سریلانکا کرکټ لوبډلي پکي بریا ترلاسه کړي.
د دوهمي شل اویزي لوبي جزییات
د یادي لوبي ټاس یا بچه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شو شل اورونو کي يي د د پنځو لوبغاړو په زیان يي ١٣٢ منډې ترلاسه کړي او سریلانکا کرکټ لوبډلي ته يي د ١٣٣ منډو هدف ورکړه.
د هند کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي شهکر دوان او ډویډ پټکال غوره توپ وهنه ترسره کړه، شهکر دوان په ٤٢ توپونو باندي يي ٤٠ منډې او ډیويډ پټکال په ٢٣ توپونو باندي يي ٢٩ منډې ترلاسه کړي وي.
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي اکلا دوه ویکټې ترلاسه کړي.
سریلانکا کرکټ ملي لوبډله توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د شپږ لوبغاړو په زیان يي په ١٩.٤ اورونو کي يي ١٣٣ منډې ترلاسه کړي او لوبه يي د هند کرکټ لوبډلي څخه د څلورو ویکټو په شتون کي وکټله.
سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ډی سلوا په ٣٤ توپونو باندي يي ٤٠ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.
هند کرکټ ملي لوبډلي لپاره کولډیف یادوف بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په ٤ اورونو کي يي د ٣ منډو په ورکولو سره یي دوه لوبغاړي وسوځول.
همدارنګه د یادي لوبي غوره لوبغاړي ډی سلوا وټاکل شو نوموړي په ٣٤ تويونو باندي يي ٤٠ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي وي.
د یادولو وړ ده چي لومړۍ شل اوریزه لوبه هند کرکټ ملي لوبډلي کټلي وه او دوهمه شل اوریزه لوبه بیا سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي کټلي ده.
همدارنګه د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ برخلیک ټاکونکي لوبه به نن شپه ترسره کیږي