د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ د لوبو مخکي د نیوزیلنډ یو امنیتي پلاوی پاکستان ته ځي

خبریال وېبپاڼه / یو شمیر راپورونه وايي د نيوزيلاند کرکټ بورډ غواړي چې د پاکستان سره په دغه هيواد کې د لوبو لپاره د مهالوېش ټاکلو وړاندې خپل یو امنیتي پلاوی پاکستان ته وليږي ترڅو د ياد هيواد امنيتي وضعيت وارزوي.

ويل کيږي چې د نيوزيلاند ياد امنيتي پلاوی به په راتلونکي اګست مياشت کې پاکستان ته سفر وکړي، چې د ياد هيواد د امنيتي وضعيت ارزولو وروسته به د نيوزيلاند کرکټ بورډ تصميم نيسي چې پاکستان سره د لوبو لپاره خپله ملي لوبډله ياد هيواد ته وليږي یا نه.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کرکټ بورډ لا وړاندې ويلي وو چې د نيوزيلاند کرکټ بورډ ورسره د دوی په کوربه توب د راروان شل اوریز نړېوال جام وړاندې په لنډ فارمټ لوبو موافقه کړې.

د يادولو ده چې د نيوزيلاند کرکټ ملي لوبډلې له ۲۰۰۳م کال راهيسي پاکستان ته د لوبو لپاره سفر نه دی کړی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com