نیوزیلینډ د آی پي ایل د پاتې سیالیو په اړه مهمه پریکړه وکړه

خبریال وېبپاڼه / د د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ايل سیالي چي په هند کي پیل شوي وي، چي د یو شمیر سیالیو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ پاتي سیالي د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي، چي اوس تازه د هند غوره لیګ یا آی پي ایل د پاتي سیالیو دوهم پړاو لیګ سيالۍ به د را روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د هند غوره لیګ یا آی پي ایل سيالیو کې د زیاتره خارجي لوبغاړو ګډون لدې کبله په شک کې دي،چې زیاتره نړیوال شل اوریز جام ته په تیاریو بوخت دي،زیاتره لوبغاړي د کرونا ځانګړو پروتوکولونو له کبله ګډون څخه ډډه کوي او ځينې بیا د خپلو نړیوالو لوبو له کبله د ای پي ایل پاتي سيالیو کې د ګډون څخه ډډه کوي.

خو د نیوزیلینډ کرکټ بورډ تایید کړې چې د هند غوره لیګ کي به دوی لوبغاړي به د ای پي ایل پاتي سيالیو کې ګډون وکړي،

د نیوزیلینډ کرکټ بورډ لخوا په دغه تازه اعلان سره د ای پي ایل هغه لوبډلې چې نیوزیلینډي لوبغاړي ورسره لوبیږي،خوښۍ ښودلي دي.

همدارنګه د نیوزیلینډ کرکټ بورډ مشر ډيويډ وایټ تایید کړه چې زیاتره نیوزیلینډي لوبغاړي چې ای پي ایل کې د لوبډلو سره قراردادونه لري،ګډون وکړي.

دا هغه نیوزیلنډي لوبغاړي دي چي آی پي ایل سیالیو کي لوبییږي کایل جيميسن، ټرنټ بولټ،کین ویلیمسن هغه لوبغاړي دي چې خپلو لوبډلو ته په ای پي ایل کې زیات ارزښت لري.

د ٢٠٢١ کال د هند غوره لیګ کي د لوبډلو نمري او مقامونه.

لومړي: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په لومړي مقام کي ډیلي کپیټلز لوبډله شتون لري ډیلي کپیټلز لوبډلي اته لوبي ترسره کړي چي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي.د ١٢ نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کي شتون لري.

دوهم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په دوهم مقام کي چینای سوپر کینګز لوبډله شتون لري چینای سوپر کینګز لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي پنځه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي.د ١٠ نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کي شتون لري.

دریم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په دریم مقام کي بنکلور لوبډله شتون لري بنګلور لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي پنځه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي.د ١٠نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کي شتون لري.

څلورم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په څلورم مقام کي ممبیی انډیز لوبډله شتون لري ممبیی انډیز لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي څلور لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي.د اتو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کي شتون لري.

پنځم : دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په پنځم مقام کي راجستان رایلز لوبډله شتون لري راجستان لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي.د ٦ نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کي شتون لري.

شپږم : دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په شپږم مقام کي پنجاب لوبډله شتون لري پنجاب لوبډلي اته لوبي ترسره کړي چي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي.د ٦ نمرو په درلودلو سره په شپږم مقام کي شتون لري.

اووم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په اووم مقام کي د کلکتي لوبډله شتون لري کلکتی لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي دوه لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي.د ٤ نمرو په درلودلو سره په اووم مقام کي شتون لري.

اتم: دهند غوره لیګ ٢٠٢١ کال سیالیو کي په اتم مقام کي حیدراباد لوبډله شتون لري حیدراباد لوبډلي اووه لوبي ترسره کړي چي یوه لوبه يي کټلي او شپږ لوبي يي بایللي دي.د ٢ نمرو په درلودلو سره په وروستي یعني په اتم مقام کي شتون لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com