خبریال وېبپاڼه / د شل اوریزو لوبو هغه لوبغاړي چي په نړیوالو شل اوریزه لوبو کي يي زیاتي نیمه سلیزي يي ترلاسه کړي.
شل اوریزي لوبي د نورو فارمټونو د لوبو څخه چټکي او زیات شمیر مینوال لري، په شل اوریزه لوبو کي هر لوبغاړي کوشش کوي چي د خپلي لوبډلي لپاره ښه او غوره لوبه ترسره کړي.
مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو کوم چي يي په نړیوالو شل اوریزه لوبو کي يي زیاتي نیمه سیلیزي يي ترلاسه کړي وي.
لس هغه لوبغاړي، چې په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې یې زیاتې پنځوسیزې جوړي کړې دي.
لومړي: په لومړي مقام کي ویراټ کوهلي شتون لري، ویرات کوهلي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي، نوموړي په ۹۰ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۸ نیمه سلیزي ترلاسه کړي.
دوهم : په دوهم مقام کي روهیت شرما شتون لري روهیت شرما هم د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي، نوموړي په ۱۱۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۶ نیمه سلیزي ترلاسه کړې.
دریم: په دریم مقام کي بابراعظم شتون لري، بابر اعظم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي په ۶۰ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۱ نیمه سلیزي جوړې کړې.
څلورم: په څلورم مقام کي ډیویډ وارنر شتون لري، وارنر د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم ۸۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۹ نیمه سلیزي ترلاسه کړې دي.
پنځم: په پنځم مقام کي مارټین کوپټیل شتون لري نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۱۰۲ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۹ نیمه سلیزي يي ترلاسه کړې دی.
شپږم: په شپږم مقام کي پاول سټرلینګ شتون لري نوموړي د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۸۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۸ نیمه سلیزي ترلاسه کړې دي.
اووم: په اووم مقام کي ایرون پینچ شتون لري ایرون پینچ د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي په ۷۶ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۷ نیمه سلیزي ترلاسه کړې دی.
اتم: په اتم مقام کریس ګېل شتون لري کریس ګیل د ویسټانډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۷۳ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۶ نیمه سلیزي يي ترلاسه کړې دي.
نهم: په نهم مقام کي مایکلم شتون لري نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي هم په ۷۱ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۵ نیمه سلیزي يي ترلاسه کړې دي.
لسم: په لسم مقام کیل راهول شتون لري کیل راهول د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۴۹ شل اوریزه لوبو کې یې ۱۵ نیمه سلیزي ترلاسه کړې دي.