خبریال وېبپاڼه / یو شمیر راپورونه وايي د هند کرکټ بورډ غواړي چې د راتلونکې شل اوریز نړېوال جام د لومړي پړاو شپږ لوبې په عمان کې وکړي.
راتلونکی شل اوریز نړېوال جام چې د روان ميلادي کال په اکتوبر او نومبر مياشتو کې به ترسره شي کوربه توب يې د هند په غاړه دی، خو په ياد هيواد کې د کوئيډ۱۹ ناروغۍ له امله نړيوال جام د همدې هند په کوربه توب متحده عربي اماراتو ته انتقال شو.
اوس د هند کرکټ بورډ په ډيلي ښار کې پخپله تازه غونډه کې دا فيصله کړې ترڅو د ياد جام ځينې لوبې په عمان کې هم ترسره کړي.
بلخوا د عمان ملي لوبډله د ياد جام لپاره د کواليفای پړاو په (b ) ګروپ کې د بنګله دېش، سکاټلنډ او پاپيونيګني سره قرار لري او ويل کېږي چې د هند کرکټ بورډ هم غواړي ترڅو د همدې ګروپ شپږ لوبې په عمان کې پلان کړي.
د هند کرکټ بورډ سکرتر جی شاه هم عمان کې رسنيو ته ويلي د هند کرکټ بورډ تل هڅه کړې چې د ايسوسيټ لوبډلو سره د دوی په پرمختګ کې مرسته وکړي.
د کواليفای پړاو د (A) ګروپ لوبې به د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شي، په دغه ګروپ کې بیا سرېلانکا، نميبيا،ايرلنډ او نيدرلینډ لوبډلي شاملې دي.
که څه هم لا تراوسه د نړيوال جام لپاره په رسمي ډول مهالوېش نه دی اعلان شوی، خو ویل کیږي چې د ياد جام کواليفای پړاو لوبې به د اکتوبر مياشتې په اولسم نيټه پيل او د دغه مياشتې تر ۲۳ نيټې پورې به دوام وکړي.
څلور لوبډلې به له يادو سياليو نړيوال جام ته لاره پيدا کړي او د اتو نورو له وړاندې کواليفای شويو لوبډلو سره به يوځای, او د دولسو لوبډلو په ګډون به د ۲۰۲۱م کال نړيوال جام ترسره شي.