راشد خان هم د هېوادوالو سره د الله اکبر ناره بدرګه کړه

خبریال وېبپاڼه / د افغان ملي ځواکونو په ملاتړ افغان کرکټ لوبغاړو هم د الله اکبر ناره بدرګه کړه.

په هيواد کې د وروستيو تاوتریخوالي جنګونو او جکړو پر ضد او د افغان ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ له تېرو دوه شپو راهيسي د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د تکبير ناره الله اکبر چغې پورته کيږي.

په همدي دې لړ کې تېره شپه په پلازمینه کابل ننګرهار د مرکز جلال اباد په ګډون په بیلابیلو ولسوالیو کي همدارنګه خوست ولایت ورسره کنړ ولایت او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د الله اکبر ملکوتي نارو د خلکو په غوږونو کې انګازې کولې.

د دې ترڅنګ په خواله رسنیو کې هم د نړۍ په ګڼو هيوادونو کې ميشت افغانان د دې حرکت برخه وګرځيدل او په هيواد کې یې د وروستيو شخړو پر ضد کمپاين کې برخه واخيسته.

همدارنګه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو راشد خان محمدنبي عیسی حیل ورسره مجيب الرحمن سميع الله شينواري او يو شمېر نورو کرکټ لوبغاړو هم په خواله رسنیو کې د «الله اکبر» په ليکلو د سولې غږ وکړ او له خپلو امنيتي ځواکونو يې ملاتړ اعلان کړ.

د افغان لوبغاړو ترڅنګ یو شمیر مهم او لوړو پوړو بهرنیو چارواکو هم د افغانانو سره د اللہ اکبر ناره بدرکه کړي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلي رسمي تويټر پاڼي لیکلي.

( د سکوت له ښاره وباسي په شور د تکبیرونو)

همدارنګه منظور پشتین لیکلي

نن د اللہ اکبر سپڅلي ناره افغانان د سوله، سوکالي، ژوند ، ابادي او انسانیت ته درناوي او د مستحکم او سوله ایز افغانستان لپاره وکاروي.

همدارنګه د ترکيې ملي ټلويزون خبرياله ټانیا ګودسوزیان او هندی خبريال اډیتیا راج کاول هم د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د “الله اکبر” ناره بدرګه کړه.
اډیتیا راج کاول په خپل ټوېټر ليکلي: “با افغان های شجاع امشب در کابل. خدا بزرگه.”

د پښتون ژغورني غورځنګ د بیلابیلو غړو ترڅنګ مشهور پښتون انقلابي شاعر ګیلامن پشتین هم د افغانانو سره د الله اکبر ناره بدرګه کړي.

ګیلامن پشتون لیکلي.

پاڅیږه وطنه🇦🇫الله اکبر🇦🇫
پهٔ وزیرستان کې هم د الله اکبر نارې پورته شوې د لوئ کور افغانستان پهٔ ملاتړ ، مونږ نړۍ ته وښودله چې الله اکبر د امن و مینې غږ دئ ، هیچا ته اجازه نهٔ ورکوؤ چې د افغانستان نظام ړنګ کړی ، د افغانستان د اسلامی جمهوری ریاست سره لر و بر افغان ولس کلک ولاړ دې
ګیلامان پشتین
لر و بر ❤️ زړهٔ ځیګر

د یادولو وړ ده چي په دي ورستیو کي د طالبانو لخوا په یو شمیر ولایتونو بریدونه وشول چي د حکومت له ځوابیه برید سره مخ شول.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com