پاکستان له ویسټ انډیز څخه د شل اوریزو لوبو لوبلړي وکټله

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډله او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه هم د باران ښکار شوه؛ او د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي وګټله.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وروستۍ او څلورمه لوبه هم د باران ښکار شوه او په دې سره په یاده لوبلړۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډي د ۱-۰ پر وړاندې بریا خپله کړه،او د شل اوریزو لوبو لوبلړي يي په خپل نوم کړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وروستي شل اوریزه لوبه چې د ویسټ انډیز په ګیانا کې ترسره کېده د یادي لوبې پچه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او کوربه ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې درې اوره توپ وهنه ترسره کړی، چې پرته له کوم زیانه یې ۳۰ منډې جوړ کړې، چې بیا لوبه د باران ښکار شوه. د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لخوا اندری فلیچر ۱۷ او کریس ګیل ۱۲ منډو باندې ناسوځېدلي ولاړ ول.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه د باران ښکاره شوې وه، خو په دویمه لوبه کې بیا کوربه لوبډلې په ۷ منډو ماتې خوړلې وه.

دغه راز دوه ورځې وړاندې د دواړو لوبډلو دریمه شل اوریزه لوبه هم د باران په سبب بې پایلې پای ته رسېدلې وه، په دې لوبه کې ویسټ انډیز په دوو اورونو کې ۱۵ منډې جوړې کړې وې چې باران پیل شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com