خبریال وېبپاڼه / د یو شمیر له مخې د احتیاطي لوبغاړو په ګډون د ملي لوبډلې یوویشت لوبغاړي به تر راتلونکو څو ورځو د سرېلانکا هیواد په لور وخوځیږي.
همدارنګه ویل کیږي چې د معترضو لوبغاړو د فشارونو سره سره لا هم په اعلان شوي سکواډ کې تغیر نه دی راغلی او هماغه لوبغاړي به سرېلانکا ته ځي، کوم چې څو ورځې وړاندې د پاکستان په وړاندې لوبو ته سکواډ کې اعلان شوي وه.
سره له دې چې تر ډيره داسې ویل کیدل حضرت الله ځاځی او نورعلي ځدراڼ به هم ملي لوبډلې ته اضافه شي خو وروستي معلومات په ډاګه کوي چې یا خو کرکټ بورډ په دې تړاو له خپلې پریکړې په شا شوی او یا هم دواړو لوبغاړو ورته ټاکل شوي شرایط نه دي پوره کړي.
له بلې خوا د کرکټ ډيری مینه والو هم غوښتنه کوله چې په اعلان شوي نوملړ کې دې تغیر نه راځي او هماغه لوبغاړي دې د پاکستان په وړاندې لوبو ته ولیږل شي کوم چې په لومړي ځل اعلان شوي وه.