د ویلیمسن په ګډون د نیوزیلینډ لوبډلې لس مهم لوبغاړي پاکستان ته په سفر نه ځي

خبریال وېبپاڼه / د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو لپاره د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي مهم لوبغاړي د دوی لوبډلمشر کین ویلیمسن په ګډون ممکن د پاکستان سفر له لاسه ورکړي، ځکه چې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ به د هند غوره لیګ یا آی پي ایل د پاتې سیالیو سره په ټکر کې وي، د هند غوره لیګ سیالی چې د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه پیلیږي.

د یو شمیر راپورونو له مخې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ مشر ډیویډ وایټ دمخه تایید کړې وه چې نیوزیلنډې لوبغاړي به د ۲۰۲۱ م کال «ای پي ایل» لیګ پاتې سیالیو کې د لوبیدو اجازه ولري.

د کین ویلیمسن، ټرینټ بولټ، ټایم سوتي په شمول د نیوزیلینډ لس مهم لوبغاړي د «ای پي ایل» لیګ لوبډلو سره قرار دادونه لري چې له امله به یې پاکستان ته سفر ونکړي.

له بلې خوا د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړي هم احتمال لري په «ای پي ایل» کې د ګډون له امله د اکتوبر په ۱۴ مه او ۱۵ مه نېټه د دوه شل اوریزه لوبو لپاره د پاکستان سفر له لاسه ورکړي.

انګلستان او ویلز کرکټ بورډ هم لا دمخه بنګله دیش ته خپل سفر ځنډولی و ځکه چې دغه لړۍ هم د هند غوره لیګ سره په ټکر کې وه.

همدارنګه د ۱۸ کلونو وروسته نيوزېلېنډ کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې وروسته له اتلس کلونو نيوزېلېنډ لوبډله پاکستان ته د يو لړ لوبو لپاره سفر کوي.

ډېری نړيوالې لوبډلې زړه نه ښه کوي چې ياد هېواد کې د شته امنيتي ستونزو له امله پاکستان ته سفر وکړي، خو دا چې د نيوزېلېنډ په څېر پياوړې لوبډله پاکستان ته سفر کوي، نو دا د پاکستان کرکټ بورډ او یاد هېواد کرکټ لپاره لويه لاسته راوړنه حسابېږي.

دواړه لوبډلې به د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو سيرېزونه وکړي. د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ لوبه به د راتلونکې سېپتمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د جمعې په ورځ د راولپېنډۍ په پېنډۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې وشي.

دویمه يو ورځنۍ لوبه د همدې مياشتې په ۱۹مه د يکشنبې په ورځ او درېمه يو ورځنۍ لوبه به د سپټمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د سه شنبه په ورځ په پېنډۍ لوبغالي کې تر سره شي.

د پنځه شل اوريزو لوبو سيريز بيا د لاهور په قدافي نړيوال لوبغالي کې پلان شوی دی چې اوله لوبه به د سېپتمبر په ۲۵مه دویمه لوبه په ۲۶مه، درېمه لوبه په ۲۹مه, څلورمه لوبه د اکتوبر په لومړۍ نېټه او پنځمه او اخري شل اوريزه لوبه به د اکتوبر مياشتې په ۳مه نېټه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانۍ لوبډله به له دغو سیالیو وړاندې د سپتمبر میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د افغان لوبډلې په وړاندې هم درې یوورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې په نږدې ورځو کې یې دقیقې نېټې په ډاګه شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com