خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي د افغان لوبغاړو سره
د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې لوبډلې سره د خدا ی پامانۍ ناسته کړې ده.
فرهان یوسفزي ویلي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پر پر وړاندې دې لوبغاړي په ملي افغاني روحیه او وطني احساس لوبغالي ته ښکته شي.
همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ ریس زیاته کړه چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د بریا په صورت کې یې ورسره د مادي او معنوي ډالیو ژمنه هم کړې ده.
فرهان یوسفزي زیاته کړې، چې جمهور رئیس غني هم په یوه ناسته کې د لوبغاړو له اتلولیو قدرداني کړې ده.
همدارنګه فرهان یوسفزي د کرکټ بورډ د مالي حالت په اړه وویل، چې هيڅ ډول مالی ستونزې او نیمګړتیاوې نلري او د نوي اجرایه مشر ډاکټر حامد شینواري په راتګ سره د کرکټ بورډ مدیریتي ستونزې هم حل شوي دي.
.دا په داسي حال کي ده چي هیواد په داسې بدو حالاتو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان کرکټ ملي لوبډلي سره سیالیو ته روانېږي.
افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د سپتمبر میاشتی په لومړیو کې په سري لانکا هیواد ته ولاړه شي او هلته به د له پاکستان کرکټ ملي لوبډلي سره درې یوه ورځنۍ مهمې لوبې ترسره کړي.
همدارنګه د افغان لوبغاړو د ویزو ټول کارونه ختم دي او هلته په رسېدو سره به ویزې ورکړل شي،
په هیواد کې یې تمرینونه بشپړ کړي، لوبډله منظمه او منجسمه شوې ده، روحیه یې عالي ده او امید شته چې په وطن کې په داسې بدو شرایطو کې به د کرکټ لوبډله خپل ولس ته د بري زیري ورکوي. پاکستان به هم په څو ورځو کې خپله لوبډله اعلان کړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو لپاره په جوړ شوي مجلس کې وویل چې هغه او د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د «افغانستان د بیرغ د رپاند ساتلو او وطن د نوم د ښه کولو لپاره» لوبېږي.
د کرکټ بورډ مشر ویلي چې د افغانستان سره د «مینې په جذبي او مثبتې روحیې سره پاکستان» ته مخامخ شي.
لوبغاړو ته دا خبره هم شوې ده چې د پاکستان ماتول د معنوي ارزښت تر څنګ به ښه مادي ډالۍ هم ولري. له پاکستان څخه د لوبې ګټل به دا جنګ ځپلی او جنګ خوړلی وطن او ملت د خوشحالۍ او بري په سیند ورلاهو کړي.
نور علي ځدراڼ او حضرت الله ځاځی هم د لوبغاړو په ډله کې شامل شوي. بورډ وايي سریلانکا کې موسم مرطوب وي، د کرونا ویروس او لوبغاړو د زخمې کېدو خطر شته نو ځکه یې دا دوه نور هم ور اضافه کړل. البته افغانستان کوربه ده په لست کې بدلون راوستلای شي. ممکنه دوه درې نور توپ اچوونکي هم په لست کې ور اضافه شي.