نیوزیلنډ لومړي هیواد شو چي نړیوال جام ته يي لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / راتلونکې شل‌اوریزه نړیوال جام ته نیوزلنډ خپله لوبډله اعلان کړه.

داچې د کرکټ شل‌اوریزه نړیوال جام ته ۶۸ ورځې پاتې دي، نیوزیلنډ کرکټ بورډ اوس لا ورته د ښه چمتوالي په موخه خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په دې سره په راتلونکې نړیوال جام کې د ګډونوالو ۱۶ لوبډلو له ډلې نیوزیلنډ لومړی هیواد شو، چې ورته لوبډله اعلانوي.

د نیوزیلنډ اعلان شوې ۱۶ کسیزه لوبډله

کین ویلمسن، ټوډ اسټلي، ټرینټ بولټ، مارک چپمان، ډېون کانوې، لوکي فرګوسن، مارټین کوپټیل، کایل جېمسن، ډاري مېچل، جیمي نیشام، ګلین پیلیپس، میچل سانتینر، ټایم سیفرټ، ایش ساودي، ټیم سوتي او اډم مېلان.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام راتلونکی پړاو.

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.

دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام په اړه معلومات

راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب له ټاکل شوې نیټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.

افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ هغه اته لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.

له هغه وروسته د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مي نېټې پوري د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کښي د کرکټ شل اوریزه نړیوال ترسره کیږي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کښي پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.

د معلوماتو له مخې د هر ګروپ څخه به دوې ـ دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته لاره پيداکړي، چې لومړی د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې نیمه پایلوبې او له هغه وروسته به بیا د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com