د پلې کرځیدو لس روغتیایي ګټې

خبریال وېبپاڼه / که تاسي ښونځی لولي او په داسي موقیعت کې درڅخه شتون و لري چي تر ٣٠ د قیقو پوري په خپلو پښو ورته تګ راتګ وخت ونیسي نو په موټر یا بل څه شي کې مه ځي بلکي په خپلو پښو ورته تګ راتګ وکړي همدا راز که نور کارونه هم کوي او خپل کار ځای څخه واټن لري وي نو بیا هم هڅه وکړي چي پښو قدم ووهي دا چي ددې تر شا څه راز دی موږ يي تاسې ته دا راز افشا کوو.

لومړي: وزن مو نورمال ساتي، په پښو تګ ستاسو وجود عټوالي ته نه پریږدي او له خیټې کولو مو ژغوري.

دوهم: هډوکي مو کلک ساتي .

دریم: تر ټولو يي اهمه ګټه يي داده چي تاسي به ترټولو فعاله یاست، هر چیرته به په اساني سره تګ ته زړه ښه کوي او په لیوالتیا سره خپلي موخي پسي ځي.

څلورم: د پلې کرځیدو تر ټولو ګټوره روغتیايي کټه د کنسر یعني د سرطان د ناروغي خطر کموي.

پنځم: پلې تګ یو ډول بدني تمرین هم دي چي ستاسو بدن ورسره غښتلي ساتل کیږي او ګټه يي داده چې هر وخت به مو بیا په لنډ مزل پښي نه دردیږي.

شپږم: د پلي کرځیدو سره ستاسو د بدن د ویني غوړ او کلیسترول مو نورمال ساتي.

اووم: قدم وهل ستاسو اندیښني او د زړه تلوسي ورو ورو را کموي او بیا يي د وخت په تیریدو سره يي بیخي لمنځه وړي.

اتم: د ویني لوړ فشار مو ښکته کوي او همدارنګه فشار هم کنټرول ساتي ورسره قدم وهل د هغه چا لپاره د زړه د حملي تکلیف لري ډیر ګټور تمامیږي همدارنګه د قدم وهلو بله ګټه داده چي د انسان طبیعت او مزاج تازه ساتي.

نهم: قدم وهل د هغه مریضانو هم ډیره مرسته کوي کوم چي د ادرارو یعني د تشو میتازو ستونزه ولري او د حاجت د رفع کولو لپاره تشناب ته ډیر ځي راځي.

لسم: قدم وهلو سره مو عضلات او نسجونه له هر ډول ناروغیو ژغورل کیږي.

دا هغه لس روغتیایی ګټي دي کوم چي د پلې یا قدم وهلو سره رامنځته کیږي، قدم وهل ډیري نوري روغتیايي ګټي هم لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com