د نړي مشرانو ته د راشد خان پیغام

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پیاوړي توپ اچونکي راشد خان د نړي مشرانو ته په یو پیغام کې ویلي

(چي زما هيواد په بد وضعیت کې دی، د ماشومانو او ښځو په ګډون هره ورځ مو په زرګونه بې ګناه افغانان شهيدان کیږي، کورونه او شتمنۍ لولپه کيږي او زرګونه کورنۍ بې ځايه کیږي.
مونږ په ګډوډيو کې مه پریږدئ، د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول ودروئ.

دا په داسي حال کې ده چي په دي ورستیو کې يي د وسلوالو طالبانو لخوا د هیواد په بیلا بیلو سیمو باندي يي وسلوال بریدونه پیل کړي چي په یادو بریدونو کې زیات شمیر افغانان شهیدان شوي او همدارنګه يي په زرګونه کسان يي نور بیځایه او ژوبل شوي دي.

د افغانستان زیات شمیر خلک د افغانستان په روان بخران او وضعیت کې د پاکستان دخلتیا بولي چي اوس د تیري ورځي راهیسي د افغانانو په ګډون زیات شمیر بهرنیانو لخوا په ټولینزو رسنیو د پاکستان باندي بندیز ولګوی تر نامه لاندي هیشټګ روان دي چي تر دي مهاله یاد هیشټګ تر ٣٠٠ زره زیاتو کسانو کارولي او له نړیوالو يي غوښتنه وکړه چي پر پاکستان باید بندیزونه ولګول شي.

د یادو افغانانو او بهرنیانو په ګډون په ټولینزو رسنیو ټویټر او فیسبوک باندي (پاکستان تحریم کړي) تر عنوان لاندي هیشټنک په کارولو سره له نړیوالو ټولنو غواړي چي پاکستان دي د افغانستان په داخلي چاروکي له لاس وهني منع کړي.

زیات شمیر افغانانو د افغانستان اوسني نا آمني روان بحران او د پاکستان لامل بللي دي همدارنګه زیات شمیر افغانانو زیاته کړي چي یاد هیواد نه یوازي ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي بلکي په دي ورستیو کې يي په زرګونه ترهګر يي د جهاد او اسلام تر نامه لاندي يي افغانستان ته رالیږلي او دلته له افغان ځواکونو سره جکړي کوي.

همدارنګه لیکوال او ژورنالیست داود جنبش لیکلي( طالبه که ټول وطن ونیسي څوک مو نه خوښي وي او ستاسو پر تندي باندي د پاکستان د څارګري ادارے يا isi له ورایه ځلیږي.

د یادولو وړ ده چي په زیاتو بهرنیو هیوادونو کې افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو او د افغانستان د روانو خالاتو پر ضد يي لاریونونه ترسره کړي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com