نیوزیلینډ لوبغاړو د پاکستان سره د لوبو پرځای آی پي ایل غوره کړ

خبریال وېبپاڼه / تېره ورځ د نوزیلینډ کرکټ بورډ راتلونکي شل اوریز جام او د پاکستان په وړاندې لوبو ته لوبډلې اعلان کړې چې د پاکستان په وړاندې لوبو لپاره یې په نوملړ کې هغه لوبغاړي نه دي شامل کوم چې د هند غوره لیګ کې د بیلابیلو لوبډلو برخه دي.

کایل جېمیسن، ټرینټ بولټ، کین ویلیمسن او لوکي فیرګسن هغه لوبغاړي دي چې د پاکستان په وړاندې لوبو کې به ګډون ونه کړي، بلکې د سپټمبر میاشتې په ۱۹ نیټه پیلیدونکي د آی پی ایل پاتې لوبو کې به د خپلو لوبډلو لپاره ولوبیږي.

د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د درې پنځوس اوریزه او پنځه شل اوریزه لوبو لړۍ د سپټمبر په ۱۷ نیټه پیلیږي چې د میلمه نیوزیلنډ لوبډلې کپتاني به ویکټ ساتونکی ټام لیتم کوي.

سره له دې چې د هند کرکټ بورډ هڅه کوي د آی پي ایل پرمهال نورې نړیوالې لوبې ونه شي خو بیا هم د یو شمېر کرکټ بورډونو ترمنځ ځکه پر لوبو کولو توافق کیږي، چې غواړي لوبغاړي یې په اکتوبر میاشت کې پیلیدونکي نړیوال جام ته په ښه ډول چمتو شي.

همدارنګه د یو شمیر هندي رسنیو د راپورونو په اساس د هند کرکټ بورډ په پلان کې لري په متحده عربي اماراتو کې د آی پي ایل د لوبو پرمهال یو شمیر مینه¬وال لوبغالو ته په دې شرط پریږدي چې یوازې به د لوبغالي په پورتنۍ برخه کې کېني او لاندې برخو ته به نه پریښودل کیږي.

څو ورځې وړاندې بي سي سي آی د آی پي ایل پر مهال د خوندي چاپیریال لپاره سخت شرایط وضع کړل، ترڅو یو ځل بیا د لوبو پرمهال ښکیل کسان په کرونا اخته نه شي او آن د هغو بالونو د بیا ځلې نه استعمال یې هم وویل کوم چې سټنډز یا له لوبغالي بهر لویږي.

د هند کرکټ بورډ داسې مهال لوبغالو ته د مینه والو د پریښودو خبره کوي چې له دې وړاندې انګلینډ کې د سل بالیز کرکټ لیګ پرمهال هم مینه وال لوبغالو ته پریښودل شوي خو نږدې هره ورځ یا یوه ورځ بعد ترینه د لوبغاړو یا نورو ښکیلو کسانو په کرونا د اخته کیدو راپورونه خپریږي.

تمه ده چې د هند غوره لیګ د څوارلسم پړاو ځنډېدلې لوبې به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په نولسمه نېټه د متحده عربي اماراتو په درې ښارونو ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه کې پیل او د اکتوبر تر پنځلسمې نېټې به دوام وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com