د یورځینو لوبو هغه لوبغاړي چي ډیر ځلي يي د لوبي غوره لوبغاړي جایزه يي ترلاسه کړي.

خبریال وېبپاڼه / پنځه هغه لوبغاړي چې په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې يې ډېرې د لوبې غوره لوبغاړي جايزه اخيستې

ريکي پونټينګد:  استراليا ملي لوبډلې پخوانی کپتان ريکي پونټينګ چې خپل هېواد ته يې دوه ځل (۲۰۰۳-۲۰۰۷) نړيوال جامونه ګټلي دي د خپل وخت بهترين کپتان او لوبغاړی وو. هغه په يو ورځنيو لوبو کې درېم ډېر منډې جوړونکی لوبغاړی دی. نوموړي په ۳۷۵ يو ورځنيو لوبو کې د ۴۲،۰۳ په اوسط ۱۳۷۰۴ منډې جوړې کړې دي. په دغه لوبو کې پونټينګ ۳۰ سليزې او ۸۲ نيمه سليزې وهلي. ريکي پونټينګ يادو لوبو کې ۳۲ ځلې د غوره لوبغاړي جايزه خپله کړې ده.

جک کلېس: پخوانی جنوبي افريقايي الراونډر جک کليس د يو ورځنيو لوبو پياوړی لوبغاړی شمېرل کېږي. کليس د خپلې لوبډلې لپاره په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې کړي. د ۴۴،۳٦ منډو اوسط سره په ۳۲۸ يو ورځنيو لوبو کې نوموړي ۱۱۵۷۹ منډې کړې او ۲۷۳ وکټې يې اخيستې دي. په يادو لوبو کې هغه ۱۷ سليزې او ۸٦ نيمه سليزې جوړې کړې دي. جک کليس ۳۲ وار په يو ورځنيو لوبو کې د غوره لوبغاړي جايزه خپله کړې.

وېرات کوهلي: په ټولو فارمټونو کې د هند ملي لوبډلې کپتان او پياوړي لوبغاړي وېرات کوهلي ټولټال ۲۵۴ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کړي. هغه په دغه لوبو کې د ۵۹،۰۷ په اوسط ۱۲۱۶۹ منډې جوړې کړي. کوهلي په يادو لوبو کې ۴۳ سليزې او ۶۲ نيمه سليزې وهلي. وېرات کوهلي په ټولو ۲۵۴ يو ورځنيو لوبو کې ۳٦ ځل د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی.

سنت جېسوريا: پخوانی سريلانکايي الراونډر سنت جېسوريا د يو ورځنيو لوبو سټايلش لوبغاړی يادېده. هغه د ۳۲،۳٦ په اوسط په ۴۴۵ لوبو کې ۱۳۴۳۰ منډې جوړې کړې دي. دغه کيڼ لاسي پياوړي بيټسمين په يادو لوبو کې ۲۸ سليزې او ٦۸ نيمه سليزې وهلې دي. دغه راز هغه په دغه لوبو کې ۳۲۳ وکټې هم اخيستي. جېسوريا په ټولټال ۴۴۵ يو ورځنيو لوبو کې ۴۸ وار د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه خپله کړې ده.

سچن ټنډولکر: د هند ملي لوبډلې پخواني افسانوي لوبغاړی سچن راميش ټنډولکر يوه داسې څېره وه چې د کرکټ تقريبا هر مينه وال يې له نوم سره اشنا دی.هغه په نړيوال ټيسټ او يو ورځنيو لوبو کې تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې کړي. په خپل خورا اوږد لوبييز ژوند کې نوموړي ۴٦۳ يو ورځنۍ لوبې کړي.په ۴۵،۸۳ منډو اوسط سچن ټنډولکر دغه لوبو کې ۱۸۲۴٦ منډې جوړې کړي دي. هغه په يادو لوبو کې ۴۹ سليزې او ۹٦ نيمه سليزې وهلې دي. ټنډولکر په بالينګ کې ۱۵۴ وکټې هم اخيستي دي. سچن راميش ټنډولکر په ټولټال ۴٦۳ يو ورځنيو لوبو کې ٦۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com