که له ناکامۍ ډار لري، دا نهه لارښونې عملي کړي، بریالي به شي

خبریال وېبپاڼه /که له ناکامۍ ډار لري، دا نهه لارښونې عملي کړي، بریالي به شي

که تاسي له ناکامي کرکه لري او دا مو نه خوښیږي چي په هر ځای پاتي راشي، بیا نو باید هغه عادتونه خپل کړي چي بریالي اشخاص ترې بر خمن دي.

انسان نیمکړي دي او تیروتني تری کیږي، خو دا چي تیروتنه د لومړي ځل لپاره وشي، پکار دا ده چي درس تری واخیستل شي او د بیا تکرار نه شي، ځکه تیروتنه انسانی کار دي خو تکرار يي بیا خیوانی کار بلل کیږي، دلته مونږ تاسو ته پنځه لارښونی مخته کیږدو که تاسي يي عملي کړﺉ، له ناکامۍ ژغورل کیداشي او خپل راتلونکي مو پری له خوښیو ډکولای شي.

لومړي: ریښتني واوسﺉ

ریښتني خلک تل باور ساتي، له همدی امله دوی هیڅکله خپل باور نه بایلي، چي شخصیت يي خام نشي، پوهان وايي هر شي چي خام شي پخیږي خو چي انسان خام شي بیا نه پخیږي، که تاسي له خپل ملکرو ، کورنیو او ګاونډیانو سره صادقانه چال چلند کوي، هیڅکله به په کوم ځای کې بند پاتی نشي.

دوهم: ځان مو پوره وګڼي

ځان ته ارزښت ورکول د شخصیت لوړوني مهم اصل بلل کیږي د دي لپاره چي تاسي خپل هدف په اساني سره ترلاسه کړي نو تر ټولو لومړي به په خپل ځان باور ولرو.

دریم: سخت کار ته سینه ورکړي

که تاسي اسانه کارونه کوي، دا کوم نوښت او کمال نه دي، بلکی کمال او هنر دا دي چې تاسي سخت کارونه وکړي، ځکه اسانه کارونه خو هر څوک کولای شي.

څلورم: ښه چال، چلند کوﺉ

د غوره ملکرتیا او ګاونډیتوب یو مهم اصل ښه سلوک کول دي هڅه وکړي چي اخلاق مو ښه کړي.

پینځم: هغه څه چي کوي، په لیوالتیا يي وکړي.

که کوم کار ته مو ډډه نه لګیده او زړه نا زړه وﺉ، نو د لږ وخت لپاره دمه وکړي، بیرون تازه هوا واخلي او واپس د یوي غښتلي ارادي سره کار ته سینه ورکړﺉ او په لیوالتیا ورته د پای ټکی کیږدي.

دا هغه لارښوني دي که مو په خپل ژوند کې عملی کړو نو ژوند به مو خوښ او همدارنګه هر ځای کې به همیشه بریالی او خوشحاله اوسي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com