د ليمو جوس د زیاتو ناروغیو ترڅنګ سکاروي ناروغۍ درملنه کوي!

خبریال وېبپاڼه/ د ليمو جوس د سکاروي ناروغۍ درملنه کوي!

لیمو ته د ډېرو ګټو لرلو په خاطر د درملتون لقب ورکړل شوی دی، ځکه چې لیمو له ټولو وایروسونو سره تضاد دی، او بېلابېلو ناروغیو لپاره غوره درمل ګڼل کېږي، لکه: زکام، سترګو بهیدنه، ستونی درد، سکاروي، ټوخی…
له پېړیو څخه دا ثابته شوې ده، چې لیمو د سکاروي ناروغۍ لپاره غوره درمل ګڼل کېږي.سکاروي/ نمونيا یو ډول ناروغۍ ده چې د انسان بدن د ویټامین سي د کمښت په صورت کې ورسره مخ کېږي.

د انسان بدن لپاره د لیمو جوس جوړول او څښل روغتیایي ګټي په لاندې ډول دي:

۱ـ لیمو د بدن دفاعی سیسټم پياوړی کوي.
۲ـ په وینه کې د کلیسټرولو کچه په مناسبه توګه ساتي، او په ځانګړي توګه هغه خلک چې د جګ فشار ستونزه لري نو د دې لپاره چې فشار یې کنټرول وي نو په اوبو کې د لیمو اچوي او څښي دي.
۳ـ د لیمو پوستکی ځیګر پاکوي.
۴ـ د لیمو بله ځانګړنه دا ده، چې، پر پوستکي باندي د ګونځو پيدا کیدلو او د جلد د تخریب څخه مخنیوی کوي. ځکه چې لیمو د وېټامین سي لویه سرچینه ده، او وېټامین سي د انسان په ښکلا او پوستکي ځوان پاتې کېدو کې ډېر مهم رول لري.
۵ـ د غاښ درد کموي، او کله چې وړۍ زخم یا هم ژر ژر وینې کېږي، نو د لیمو پوستکي په سلولونو سره دا ستونزه حل کېږي.
۶ـ تنفسي ستونزې کموي او ورسره د پړسوب مخه نیسي.
۷- د لیمو بله مهمه ګټه دا ده، چې د ستوني د میکروبي ناروغۍ درملنه کوي.
۸ـ لیمو د چاغو خلکو په وزن کمولو کې مرسته کوي، او که څوک غواړي چې وزن یې کم شي نو د هرې ډوډۍ څخه مخکې دې دوه لیمو په اوبو کې واچوي او وڅښي.
۹ـ د بدن د تبي په کمولو کي مرسته کوي.
۱۰ـ د ویني په تصفیه کولو کې مهم رول لري او رګونه پاکوي.
۱۱ـ د لیمو جوس څښل د انسان بدن د تازه والي لپاره ډېر ښه دی ځکه چې لیمو د ځانګړي خاصیت په درلودلو سره د خپګان هورمونه له منځه وړي او د خوشحالۍ سبب کېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com