د افغانستان د توپ اچونی نوی ټاکل شوي روزنکي تازه څرکندونې

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د بالينګ د نوي ټاکل شوي روزونکي شان ټېټ تازه څرګندونې.

تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د استراليا پخوانی فاسټ بالر شان ټېټ يې د ملي لوبډلې د بالينګ روزونکی ټاکلی چې دنده به يې د پاکستان او افغانستان د لوبو څخه پيليږي.

ټېټ ويلي چې له څو مياشتو راهيسي يې د افغانستان د کرکټ بورډ سره د روزنې په اړه خبرې روانې وې، ځکه چې مشر روزونکي کلوزنر غوښتل تر څو د بالينګ برخې ته يو بېل کس ولري چې په دې برخه کې له لوبډلې سره کار وکړي.

“د افغانستان د سپېنرانو په اړه ډېرې خبرې کيږي خو زما کار به دا وي چې خلک د افغانستان د فاسټ بالرانو په اړه خبرې وکړي، په دې برخه کې لږ کار ته اړتيا ده او هيله ده چې زه په دې برخه کې کار وکړی شم”

ټېټ وايي چې د افغانستان په لوبډله کې د نوين الحق په شان بالران شته چې په کرابين ليګ او د انګلينډ ويټاليټي بلاسټ کې یې ښې لوبې کړي دي، کوم څه چې دا په ډاګه کوي چې افغان لوبډله په فاسټ بالينګ کې ښه راتلونکي لري.

ټېټ چې د نړۍ په کچه يو له خورا چټکو بالرانو څخه وو، د استراليا ملي لوبډلې لپاره درې واړه فارمټونو کې لوبيدلی او په ابوظبۍ لس اوریزه لوبو کې يې د بنګله ټايګرز او بيګ باش کې د ميلبورن رنګيډز لوبډلې سره د روزنې دنده ترسره کړې ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com