خبریال وېبپاڼه / راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب له ټاکل شوې نیټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.
افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ هغه اته لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.
له هغه وروسته د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مي نېټې پوري د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کښي د کرکټ شل اوریزه نړیوال ترسره کیږي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کښي پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.
د معلوماتو له مخې د هر ګروپ څخه به دوې ـ دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته لاره پيداکړي، چې لومړی د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې نیمه پایلوبې او له هغه وروسته به بیا د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.
نړیوال جام کې د افغانستان لوبې
د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکې شلاوریزه نړیوال جام لپاره د لوبډلو ډلبندي ۲۳ ورځې وړاندې وکړه، چې افغانستان په ب ګروپ کښي له پاکستان، نیوزیلنډ او هند سره راووت.
لومړی ګروپ: انګلستان کرکټ ملي لوبډلي، اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله، سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله او د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
دویم ګروپ: هندوستان کرکټ ملي لوبډله، پاکستان کرکټ ملي لوبډله، نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډله او افغانستان کرکټ ملي لوبډله شتون لري.
دا هغه اته لوبډلې دي، چي وار له مخې یې نړیوال جام ته لاره پیداکړې، خو په لومړي پړاو کي تر نړیوال جام مخکې سریلانکا، ایرلینډ، پاپو نګیني، عُمان، بنګله دېش، ندرلینډ، سکاټلنډ او نیمیبیا هغه اته لوبډلې دي، چې وبه لوبیږي او د دوی څخه به څلور مخکښي لوبډلې د نړیوال جام په لومړي او دویم ګروپ کي ځای پر ځای کړل شي.
په همدې اساس افغانستان به په دویم ګروپ کې له هندوستان، پاکستان او نیوزیلنډ ترڅنګ په لومړي پړاو کي دې ګروپ ته د ورپېژندل شویو دوو لوبډلو سره هم ولوبیږي.