خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ سر پرست عمومي رئيس عزيز الله فضلي وايي افغان لوبغاړي يې ډاډه او يقيني کړي چې افغانستان کې امنيتي حالات ښه او د دوی ژوند ته خطر نشته.
افغانستان کې، د افغانانو خصوصا کرکټ لوبغاړو هغه وخت راتلونکي ته اندېښنې پيدا شوی کله چې طا . لبانو پخوانی حکومت نسکور او پخپله د واک په ګدۍ کېناستل.
فضلي، چې څو ورځې وړاندې د بورډ سرپرست وټاکل شو د ( نيو انډيينز اکسپرېس ) سره خبرو کې ويلي دي، هغه لوبغاړي چې د سياسي حالاتو په اړه اندېښمن وو ډاډ يې ورکړی او لوبغاړي اوس په ښه حالت کې قرار لري.
فضلي وويل: ” هغه لوبغاړو چې د اوسني سياسي کش مکش په اړه اندېښمن وو ډاډ مو ورکړ او اوس په ښه حالت کې دي. مونږ په پلان کې لرو ملي لوبډلې ته په يوه بهرني هېواد کې کېمپ برابر کړو تر څو راتلونکې نړيوال جام ته ښه تياره شي”.
سر پرست عمومي رئيس فضلي دغه راز د خپلې ټاکنې په اړه هم غږېدلی دی.
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه:
” کله چې اسلامي اما.رات د هېواد واګې په لاس کې واخېستې نو د يوه وړ او داسې شخص په لټه کې شول چې د افغان کرکټ چارې په ښه ډول مخ ته يوړی شي، ځکه خو دغه دندې ته زه غوره شوم. ما شاواخوا شل کاله د افغانستان کرکټ د ودې لپاره کار کړی دی”.
فضلي په ياده مرکه کې د راروانې شپږيزې په اړه ويلي دي چې د دندې په لومړۍ اونۍ کې يې د شپږيزې د ښه تر سره کولو لپاره خپل کوښښونه پيل کړي دي.
عزيزالله فضلي داسې مهال دا د لوبغاړو د ښه حالت خبرې کوي چې دوه ورځې وړاندې يې پاکستان سره تر سره کېدونکې درې يو ورځنۍ سيالۍ وځنډولې او لامل يې هم د لوبغاړو ( ذهني نه تياری ) او د وخت کموالی وښود. بورډ وايي ياد هېواد سره به پلان شوې درې يو ورځنۍ سيالۍ په يوه مناسب وخت کې وکړي.