خبریال وېبپاڼه / شپږیزه کرکټ لیګ کې اضغر افغان د هېڅ لوبډلې لخوا ونه خیستل شو.
د اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ دپاره د لوبغاړو پیر «ډرافټ» مراسم تېره شپه د اګست ۲۶ مه نېټه ترسره شو چې د ۸ ګډون کونکو لوبډلو لخوا «۱۶۱» لوبغاړي واخیستل شول.
دغه بولۍ کې د افغان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اضغر افغان هېڅ لوبډلې ونه خییست ځکه چې نوموړي هېڅ نوم لیکنه نه وه کړې.
اضغر افغان د زمبابوې خلاف په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې تورن شوی و چې نوموړي قصدً یو شمېر غلطې پرېکړې وکړې چې د لوبډلې ماتې سباب وګرځي.
افغان کرکټ بورډ وړاندې ویلي و چې اضغر افغان تر هغې په کورني او بهرني کرکټ کې نشي لوبېدلی ترڅو یې چې ډیسپلین کمېټې په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي کړي.
تر اوسه معلومه نده چې اضغر افغان شخصاً نه غوښتل نوم لیکنه وکړي، یا هم د افغان کرکټ بورډ ډسیپلین کمېټې نوموړي ته اجازه نده ورکړې.