د افغان لوبغاړو په شتون کې کرابین لیګ پیل شو

خبریال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو پرون د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيل شو او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پوري به دوام وکړي.

نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.

پرون په لومړۍ لوبه کې ګیانا امازون وایررز لوبډلې ترینګابو نایټ رایډرز او نن سهار بیا په دویمه لوبه کې نویز پارادوس لوبډلې بارابادوس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لیګ کې افغان لوبغاړي

د ویسټ انډیز هیواد کورني کرکټ لیګ ‹‹کارابین›› ته د لوبغاړو د رانیولو مراسم د روان ۲۰۲۱م کال د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوه، چې پکې شپږ افغان لوبغاړي واخیستل شول.

وقار‌ سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیق‌الله غفاري او رحمن‌الله ګربز هغه پنځه افغان لوبغاړي وه، چې بولۍ کې اخیستل شوي وه، خو د نوین‌الحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون کړی و او له ځان سره یې ساتلی و.

وقار سلامخېل او نوین الحق ګیانا امازون وایررز لوبډلې، ابراهیم ځدران جمیکا تلاواس لوبډلې، قیس احمد جمیکا تلاواس لوبډلې، شفیق‌الله غفاري بارابادوس تریندیس لوبډلې او رحمن‌الله ګربز بیا نویس پاتروتس لوبډلې اخیستی و.

له هغه وروسته ددې لیګ تر پیل څو ورځې مخکې لوبډلو خپل وروستي سکواډونه اعلان کړل، چې په یادو اعلان شویو سکواډونو کې د لوبډلو مسئولینو ګڼ شمېر لوبغاړي له خپلو لوبډلو لیرې کړل، چې پکې درې افغان لوبغاړې ابراهیم ځدران، شفیق الله غفاري او رحمن الله ګربز هم شامل دي.

اوس به په یاد لیګ کې درې افغان لوبغاړي قیس احمد، وقار سلامخېل او نوین الحق ولوبیږي.

له دوستانو سره یې شریک کړئ
يه همدې موضوع
د ویسټ انډیز CPL لیګ؛ شپږ افغان لوبغاړي پکې واخیستل شول

د کارابین لیګ تازه خپور شوی مهالوېش او پکې افغان لوبغاړي

کارابین لیګ کې د لوبډلو وروستي سکواډونه او پکې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com