انډي فلاور د پاکستانۍ لوبډلې له روزنې انکار وکړ

خبریال وېبپاڼه / د زمبابوې کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي انډي فلاور د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده نه ده منلې، ځکه هغه غواړي په تجارتي ليګونو کې د لوبډلو روزنې ته دوام ورکړي.

د راپورونو په اساس پاکستان کرکټ بورډ غوښتل يو بهرنی روزونکی د اوسني روزونکي مصباح الحق په ځای د خپل هېواد ملي لوبډلې ته د روزونکي په حيث ونيسي، چې ددغه دندې لپاره انډي فلاور د هغوی تر نظر لاندې او مناسب شخص وو.

خو ۵۳ کلن انډي فلاور په واضحو ټکو ويلي چې هغه نه غواړي له هېڅ نړيوالې لوبډلې سره روزنه وکړي، بلکې خوښ دی چې په تجارتي کرکټ کې خپلې دندې ته ادامه ورکړي. فلاور په اوس وخت کې د بېلابېلو تجارتي کرکټ لوبډلو سره روزنه مخ ته وړي.

نوموړی په پاکستان سوپرليګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره د مشر روزونکي، په کربيين سوپرليګ کې د سنټ لوشيا کېنګز، د هنډرېنډز کې د ټرېنټ راکيټس او په ای پي ايل کې د پنجاب کېنګز لوبډلې سره د مرستيال روزونکي دندې مخ ته وړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د روزنې رد کېدو سره اوس پاکستان کرکټ بورډ ته ستونزمنه ده چې له شل اوريز نړيوال جام مخکې ( چې شاوخوا دوه مياشتې وخت ورته پاتې دی ) بل بهرنی روزونکی ونيسي. داسې ښکاري چې مصباح به د راروان شل اوريز جام تر پايه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د مصباح په روزنه کې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له ۳۴ شل اوريزو لوبو ۱۶ ګټلې او ۱۳ لوبې يې بايللې دي. چې له امله يې ياده لوبډله د اي سي سي په نړيواله درجه بندۍ کې په شل اوريزو لوبو کې له لومړۍ درجې څلورمې ته ولوېده. دغه راز مصباح د پخواني کپتان سرفراز احمد په ګوښه کولو کې هم مهم رول ولوبوه چې له امله يې د پاکستانۍ لوبډلې جوړښت ( کمبېنېشن ) خراب شو.

ددې تر څنګ يادې لوبډلې د مصباح په روزنه کې د کړو ۱۶ ټيسټ لوبو له منځه ۷ لوبې ګټلې، ۶ يې بايللې او ۳ يې مساوي کړې دې. پاکستان کرکټ ملي لوبډله د ټيسټ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې دا مهال پنځم مقام لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com