خبریال وېبپاڼه / که بيټسمين د توپ وهنې په وخت شاټ ووهي او بال د لوبغالي له روف سره ولګېږي او يا هم سپايډر کېمره ولګېږي نو ډيډ بال حسابېږي. حتی که دغه بال کېچ هم شي توپ وهوونکی سوځېدلی نه حسابېږي.
د دغه ډولو يو يې اتحاد لوبغالی يادولی شو. که د ياد لوبغالي انډور روف ولګېږي توپ وهونکی ناسوځېدلی حسابېږي. ددغه مثالونو يو بل مثال ګلين مکسويل دی چې په يوه نړيواله لوبه کې يې سپايډر کيمره وويشته او بال ډېډ حساب شو.
کله چې توپ وهوونکی توپ وهنه کوي يا منډه وهي او توپ په وکټ لګېږي، توپ وهوونکی اجازه نه لري توپ په لاسونو راوګرځوي. که بيټسمين دا کار وکړي (ابسټرکټينک د فيلډ ) حسابېږي او بيټسمين اوټ کيږي.
ددغه بڼې يو مثال د انګلېنډ جېسن روی دی چې جنوبي افرېقا په مقابل کې يې لوبه کوله. نوموړي په غلطۍ د هغه توپ مخه ونيوله چې د وکټ په لور ګذارېده. ځکه خو لوبڅار جيسن روی اوټ حساب کړ.