نوین الحق: نه غواړم داسي څه ترسره کړم چي هیواد او وطن ته مي زیان ورسیږي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د ملي لوبډلې فاسټ بالر نوين الحق وايي چې په کرابین غوره ليګ کې د درغليو د تورونو ادعاوې بې بنسټه دي او په دې تړاو خپاره شوي خبرونه حقيقت نه لري.

هغه دغه راز ويلي چې نه خو په کرابين ليګ کې داسې څه شوي دي، نه له لوبغاړو څېړنه شوې ده او نه هم هغه  بهرنۍ رسنۍ چې دا خبرونه يې نشر کړي د باور وړ دي.

نوين الحق وايي “ما هيڅکله داسې څه نه دي کړي چې د هيواد نوم پرې بد شي او نه به داسې کوم کار وکړم چې خپل، د خپلې کورنۍ او هيواد نوم ته پرې زيان ورسيږي”.

تیره ورځ يو شمېر رسنيو خبر ورکړی وو چې کرابين ليګ کې د ګيانا لوبډلې کپتان نيکولاس پوران او دوه بالرانو چې د نوين الحق نوم هم پکې وو، ميچ فيکسينګ کړی او په دې تړاو له يادو کسانو څخه د کرکټ نړيوالې شورا د فساد ضد څانګې څېړنې هم کړي دي.

نوين الحق د افغانستان يوازينی فاسټ بالر دی چې د کرابين ليګ په ګډون د نړۍ ډېرو تجارتي ليګونو لوبيږي او په تېرو څو کلونو کې يې په يادو ليګونو کې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د يادولو وړ ده چې نوين الحق د انګلينډ په ويټاليټي بلاسټ لوبو کې تر ټولو مخکښ بالر وو او له يادو لوبو وروسته ويسټ انډيز ته تللی او اوس مهال هلته د ګيانا لوبډلې لپاره په لوبو کولو بوخت دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com