هغه بهرني لوبغاړي چې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا ای پي ايل کې لا هم لوبېږي

خبریال وېبپاڼه / د کربين پياوړی لوبغاړی کرېس ګېل په ۲۰۰۸ پړاو لوبو کې له کلکته نايټ رايډرز سره يو ځای شو. خو هغه د ای پي ايل ډيبيو په ۲۰۰۹ کال کې وکړه. دغه کېڼ لاسي توپ وهوونکي په ياد سيزن کې په ۷ لوبو کې د ۱۱۹،۵۸ په سټرايک رېټ ۱۷۱ منډې وکړې.

ګېل په ۲۰۱۰ کال کې د خپلو منډو شمېر لا پسې ډېر کړ خو کلکتې لوبډلې نوموړی پرېښود او په ۲۰۱۱ کال بولۍ کې وانخيستل شو. خو ژر ورسره د رويل چېلنجرز بنګلور لوبډلې د ډېرک نانيس په ځای تړون لاسليک کړ. د لوبو په پاي ته رسېدو ګېل د خپل ښکلي بيټينګ په مټ د سيزن غوره بيټسمين ونومول شو.

کرېس ګېل په ای پي ايل ۲۰۲۱ کې د پنجاب کېنګز سره لوبېږي او د روان کال په لومړي پړاو لوبو کې چې په هند کې وشوې، خپلې لوبډلې ته يې په اتو لوبو کې ۱۷۸ منډې جوړې کړې.

ډېوېن براو

د کرېس ګېل برعکس ډېوېن براو د ای پي ايل ډيبيو په ۲۰۰۸ کال کې وکړه. نوموړي ممبۍ انډيينز ته په ۹ لوبو کې ۱۷۸ منډې وکړې او ۱۱ وکټې يې واخيستې. براو په ۲۰۱۱ کال کې چينايې سوپرکېنګز لوبډلې ته لاړ او له هغه وخته راپدېخوا يادې لوبډلې نه ده پرېښی چې براو کوم بلې لوبډلې ته لاړ شي.

کله چې په چينايې لوبډله له موقتي بنديز سره مخ شوه نو براو ګجرات لاينز لوبډلې سره ولوبېد. ډيوېن براو په خپل ای پي ايل کرير کې ۱۴۴ مېچونه کړي چې له ۱۵۰۰ ډېرې منډې يې کړي او ۱۵۶ لوبغاړي يې سوځولي دي.

ای بي ډي ويليرز

که کرېس ګېل او ډيوين براو د ژ.وبل کېدو له امله د ای پي ايل له کوم سيزن يا مېچ نه پاتې شوی وي خو ډي ويليرز بيا هغه لوبغاړی دی چې د ای پي ايل په هر سيزن کې يې لږ تر لږه يوه لوبه کړې ده.

هغه د ای پي ايل کرير شروع په ۲۰۰۸ کال کې د ډهلي ډرېډېويلز سره وکړه. يادې لوبډلې سره د درې سيزن لوبو وروسته نوموړی رويل چېلنجرز بنګلور لوبډلې سره يو ځای او په مېچ ګټوونکې لوبغاړي بدل شو.

دغه ښی لاسی توپ وهوونکي د ای پي ايل د ګوتو په شمېر لوبغاړو څه يو دی چې ياد ليګ کې ېې له ۵۰۰۰ پورته منډې کړې دي. ډي ويليرز د ای پي ايل ۲۰۲۱ په لومړي پړاو کې رويل چېلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ۶ لوبو کې د ۱۶۴،۲۹ په سټرايک رېټ ۲۰۷ منډې کړې دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com